کروناویروس؛ افغانستان کې ۱۲۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري د پنجشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۵) خبریالانو ته وویل چې د تازه مثبتو پېښو په ثبتولو سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو رسمي شمېر ۴۱زره او ۹۳۵ ته پورته شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د کرونایروس تازه مثبتې پېښې په ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوي چې ډېرې یې په کابل، ننګرهار، غزني او بلخ کې دي.

د اغلې جعفري په وینا په تیره یوه شپه او ورځ کې شپږ تنه د کروناویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي، چې ورسره په دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو د مړینې شمیر په افغانستان کې ۱۵۵۴ ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې وویل چې په دې موده کې ۳۶ تنه د کروناویروس له ناروغۍ څخه بېرته ښه شوي دي. هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې د کروناویروس د خورېدو له پیل څخه تراوسه ۳۴زره او ۴۴۰ ناروغان له دغې ناروغۍ څخه ښه شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر میلادي کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې وبا بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون وروستي معلومات ښيي چې د پنجشنبې تر ورځې نومبر پنځمه (لړم ۱۵) په نړۍ کې څه باندې ۴۸ میلیونه او ۱۳۲زره کسان په کروناویروس اخته شوي او له دې شمېرې له یو میلیون او ۲۲۵زرو څخه زیات یې له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.