افغانستان کې تازه ۳۴۰ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۲ نور مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۳ ساعتونو کې د کروناویروس ۲۵۱۴ مشکوک سمپلونه د دغه هېواد په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې ارزول شوي چې له دې شمېرې ۳۴۰ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت رسمي معلومات چې د دوشنبې په ورځ مې ۱۰ (غويي ۲۰) له رسنیو سره شریک شوي ښيي چې په دې موده کې ۱۲ کسه د کروناویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس تر ټولو زیاتې پېښې په کندهار، کابل او ننګرهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۶۲زره او ۴۰۳ ته او له دغه ویروس څخه د مړو کسانو شمېر دوه زره او ۷۱۰ ته پورته شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس د درېیمې څپې د جدي ګواښ خبر ورکړی او له افغانانو څخه یې غوښتي چې د دغه ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره د اختر په ورځو کې له تګ راتګ ډډه وکړي او ټولې روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې کابو ۱۵۸میلیونه او ۳۶۷زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۲۹۴زره کسان مړه شوي دي.