د ناچاوده مهاماتو له امله د افغان ماشومانو پر تلفاتو د یونیسف اندېښنه

د ناچاوده مهماتو له امله افغان ماشومانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د یونیسف اندېښنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله ماشومانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یونیسف تیره ورځ ناوخته جنورۍ ۱۱ (مرغومې ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تازه پېښه کې په ننګرهار ولایت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یونیسف د معلوماتو په اساس دغه چاودنه د یاد ولایت په لعلپوري ولسوالۍ کې یو ښوونځي ته نژدې شوی او په خبره یې ټول قربانیان یې د ښوونځي زده کوونکي دي.

دغه چاودنه د روانې جنورۍ میاشتې پر لسمه (مرغومې ۲) د یاد ولسوالۍ په «بیګانان» سیمه کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ د ټکولو له امله رامنځته شوې ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې څخه پاتې ناچاوده مهماتو پر ژر پاکولو ټینګار کړی او ویلي دي چې ناچاوده مهمات اوس هم له افغان ماشومانو څخه قرباني اخلي.

یونیسف له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې د پاتې ناچاوده مهماتو پاکولو په برخه کې له دغه هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دغې ادارې ویلي که په دې برخه کې اقدام ونشي، ګڼ شمېر افغان ماشومان به لکه د ننګرهار ولایت په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د یونیسف په اعلامیه کې راغلي: "یونیسف په افغانستان کې د ټولو ښکېلو اړخونو څخه غواړي چې په مشخصو سیمو کې د ناچاوده مهماتو د پاکولو په برخه کې، د ماشومانو د ژوند ژغورلو او له دغه خطر څخه د لیري کولو په هدف اقدامات تر سره کړي."

له جګړې څخه پاتې ناچاوده مهمات لا هم له جدي اندېښنو څخه دي او د ګڼو افغانانو ژوند ګواښي.

یونیسف په تیره نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په حواله ویلي و چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان په جګړو کې وژل شویدي.

یونیسف تیره میاشت په خپل یو بل راپور کې وویل چې د ۲۰۰۵ له پيل څخه بیا تر دا مهاله افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله لرله.

یاد سازمان وویل چې په تیرو ۱۶ کلونو کې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۸۵۰۰ ماشومان په وسله والو نښتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د یونیسف د معلوماتو په اساس دغه ارقام په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه تشکیلوي.

ملګرو ملتونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په جګړه ځپلو هیوادونو کې ممکن د ماشومانو د مرګ ژوبلې ارقام تر دې هم زیات وي.