یو هندي شرکت د افغانستان د کرکټ د لوبډلې مالي ملاتړی شو

افغانستان په نړیوال جام کې شاوخوا نهه لوبې لري

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د امول (Amul) په نامه د هند یو تجارتي شرکت د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مالي ملاتړ (سپانسر) شو.

د چهارشنبې په ورځ (مۍ۸) په ډیلي کې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایي رئیس اسدالله خان د دغه شرکت له چارواکو سره دا تړون لاسلیک کړ.

هغه امریکا غږ ته وویل چې دا د ۱۵۰زره امریکايي ډالرو تړون دی چې یوازې د نړیوال کپ په سیالیو پورې محدود دی.

نوموړی وايي "دوی په دوو دلیلونو له بهرني شرکت سره دا تړون کوي. لومړی دا چې داخلي شرکتونو، د هر دلیل له مخې چې وو، له بورډ سره په دغه برخه کې تړون ونکړ او دویم دا چې د افغانستان بورډ غواړي چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان رسوي."

د امول شرکت تر ډېره لبنیات تولیدوي چې په افغانستان کې هم مارکیټ لري.

دی وايي چې افغانستان په هند کې خپل د کرکټ میدان لري او نړیوالې لوبې او سیالۍ په کې کوي، نو په خبره یې ضروري ده چې د هند تجارتي مارکیټ ته ځان ورسوي.

تر دې مخکې یو افغان تجارتي شرکت د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې مالي ملاتړی و. د افغانستان د کرکټ بورډ د نړیوال کپ په سیالیو کې شاوخوا نهه لوبې کوي. دا سیالي د همدغې میاشتې په اخره کې پیلیږي چې په انګلنډ او ویلز کې دي.