سیلابونو په هند کې لسګونه کسان مړه کړل

هندي چارواکي وایي ښايي را روانو ورځو کې نور بارانونه هم وشي

د هند په لویدیځ کې سیلابونو د سیند غاړې نړولي دي او لږ تر لږه ۳۰ تنه په کې مړه شوي دي.

د سیند د غاړې ددغو دیوالونو سربېره یو شمېر ودانۍ، لارې کوڅې او کروندې هم اوبو زیانمنې کړې دي.

چارواکي وايي د ژغورنې ډلې یې استولي دي چې نور احتمالي زخمیان او مړي هم پیدا کړي.

په هند کې هر کال د جون او سپمتبر په میاشتو کې موسمي بارانونه کیږي او سیلابونه وځي. دا ډول سیلابونو په تېر وخت کې هم خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.

تېره دوشنبه هم اوبو سیند ته نژدې یو دیوال چې، ورڅېرمه یې یو شمېر هندیان اوسېدل، ونړوه او ۱۶ کسان یې مړه کړل.

هندي چارواکي وایي چې شاید په را روانو ورځو کې نور بارانونه هم وشي.