هند او فرانسې پر ګډو دفاعي تولیداتو موافقه وکړه

د تیرې مې میاشتې وروسته دا د هند د صدراعظم او د فرانسې ولسمشر ترمنځ پنځمه ناسته وه.‌

هند د یکشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۸ (سلواغۍ ۸مه) د فرانسې سره د دفاعي تجهیزاتو د ګډ تولید په برخه کې د همکارۍ د یو تړون خبر ورکړ.

په دغه تړون کې د هند د وسله والو ځواکونو او همدارنګه دوستو هېوادونو ته د څرخي الوتکو او اوبتلونو د تولید په برخه کې همکاري شامله ده.‌

د دفاعي تجهیزاتو د ګډ تولید دغه تړون د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون تر منځ په نوي ډهلي کې لاسلیک شو.‌

د هند د حکومت په یوې اعلامیې کې راغلي، چې ایمانویل مکرون او نریندرا مودي د دفاعي تولید، اټومي انرژۍ، فضايي څیړنو او د عامه خدماتو په سکټورونو لکه روغتیا او کرنې کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په اعلامیې کې ددغه تړون د ارزښت په اړه څه نه دی ویل شوي.

له روسیې وروسته، فرانسه هند ته د وسلو ستر عرضه کونکی هېواد دی. هند له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د فرانسې د جنګي الوتکو له مهمو پېرودونکو څخه دی او پر دې پوځي تجهیزاتو تکیه کوي.

په لاسلیک شوي تړون کې د هند او فرانسې مشرانو، د فرانسوي شرکت "سافران" لخوا د هوايي چلند په برخه کې د اساسي خدماتو په ګډون په هند کې د رافایل الوتکو د ماشینونو او د څرخي الوتکو له تولید څخه هرکلی کړی دی.

د تیرې مې میاشتې وروسته دا د هند د صدراعظم او د فرانسې ولسمشر ترمنځ پنځمه ناسته وه.‌

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو سکرټر ویلي، د هند د ټاټا او د فرانسې د ایربس شرکتونه د څرخي ملکي الوتکو د تولید په برخه کې همکارۍ د تړون په لاسلیک کولو سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیا نوې پاڼه پرانیزي.

د فرانسوي جټ انجن جوړونکي "سي ام اف انټرنیشنل" شرکت هم د هند د اکسا هوايي کرښې سره د ۱۵۰ بوینګ الوتکو لپاره د ۳۰۰ انجنونو پیرودلو تړون څخه خبر ورکړی دی. اکسا شرکت تر دې مخکې هم ددغه فرانسوي شرکت څخه د LEAP-1B ډوله ۷۶ انجنونو د پیرودلو غوښتنه کړې وه چې ۲۲ یې ورته سپارل شوي دي.‌

د هند د حکومت په اعلامیې کې دا هم ویل شوي، چې دواړو هېوادونو د هند په جنوب لوېدیځ سمندر کې د څارنې د ګډو ماموریتونو پر بنسټ چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کلونو کې د فرانسې د "رئونیون" ټاپو څخه ترسره شوي، د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.