د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه هیواد د بشري مرستو دریمه جوپه نن کابل ته ورسېده.
دغه وزارت نن جمعه جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تازه مرسته کې دوه ټنه درمل شامل دي چې په کابل کې د اندراګاندي ـ د ماشومانو روغتون ته انتقال شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی.
هند په تیره میاشت کې له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین د ۵۰۰زره ډوزه او ۱.۶ټنه روغتیايي موادو مرسته کړې ده.
As part of our ongoing humanitarian assistance to the Afghan people, India supplied the third batch of medical assistance consisting of two tons of essential life saving medicines to Afghanistan today.Press Release ➡️ https://t.co/gMN5gHatZR pic.twitter.com/HiXhLZc2Tr
— Arindam Bagchi (@MEAIndia) January 7, 2022
د یاد وزارت په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې هند به په افغانستان کې د بشري ناروین مخنیوي لپاره له دغه هیواد سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
پر همدې مهال د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن جمعه کابل ته د هند لخوا مرسته شوي شپږ ټنه درمل او روغتیايي موادو را ورسېدل.
نوموړي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» له افغانستان سره د هند د بشردوستانه مرستو او همکارۍ څخه د زړه له تله مننه کوي.
د یو بل خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې له افغانستان سره د دغه هیواد د خلکو بشري مرستې دوام لري او په یو تازه اقدام کې د کراچۍ سوداګرو د افغانستان له خلکو سره د څه باندې ۸۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته برابره کړې ده.
دغه مرسته په کراچۍ د افغانستان د قونسلګرۍ مرسؤلینو ته سپارل شوي، تر څو په افغانستان کې اړمنو خلکو ته ورسیږي.
A gift of humanitarian relief goods by people of Pakistan for Afghan brethrens was handed over to Consul General of Afghanistan in Karachi. The convey had left for Chaman-Spinbuldok crossing. pic.twitter.com/1d5kScCbyq
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) January 6, 2022
پر افغانستان د طالبانو تر حاکیمت وروسته دغه هیواد له بشري ناورین سره مخ شوی او تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنې کړي وې.
د خوړو نړیوال سازمان (WFP)د تیري ډسمبر میاشتې د راپور له مخې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه خلک غذايي خوندیتوب نلري او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان غذايي مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دبشري مرستو سازمانونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ساړه ژمې رارسېدو شرایط نور هم نازک کړي او په ټول افغانستان کې به په میلیونونو کسان له ستونزو سره مخامخ کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې مرسته رسوونکو سازمانونو تیره میاشت په افغانستان کې اووه میلیونه کسانو بشري مرستې رسولي دي.