هندي رسنۍ وایي چې د بالیووډ ۳۴ کلن ستوري سوشانت سینګ راجپوت په ممبۍ کې په خپل کور کې ځان وژلی دی.
د ممبۍ د پولیسو کمېشنر د یکشنبې په ورځ جون ۱۴(غبرګولي۲۵) د هغه د ځان وژلو خبر تائید کړی دی.
پولیس وايي د هغه د ځان وژنې علت لا معلوم نه دی او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
په هند کې سینمايي ستوریو او د فلم یو شمېر جوړوونکو او ډایرکټرانو د هغه په مرګ خواشینې ښودلې ده.
د هند د سینما وتلي ستوري اکشی کمار په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "رښتیا وایم. دې پېښې هک حیران کړی یم او هېڅ نشم ویلی."
هغه لیکلي دي چې راجپوت یو ښه هنرمند و او کورنۍ ته یې تسلیت وایم.
Honestly this news has left me shocked and speechless...I remember watching #SushantSinghRajput in Chhichhore and telling my friend Sajid, its producer how much I’d enjoyed the film and wish I’d been a part of it. Such a talented actor...may God give strength to his family 🙏🏻
— Akshay Kumar (@akshaykumar) June 14, 2020
سوشانت سینګ راجپوت په یو شمېر کامیابو فلمونو کې لوبېدلی و.
هغه د هند د کرکټ د ملي لوبډلې په مخکني کپتان مهندر سنګ ډوني باندې په جوړ شوي فلم کې د ډوني په رول کې اداکاري کړې وه او هغه فلم یې بریالی شوی و.
راجپوت داسې مهال ځان وژلی دی چې همدا څه موده مخکې د هند د سینما یو بل وتلی ستوری عرفان خان او ریشي کپور هم مړه شول.