هند کې دوه نجونې د جنسي تشدد وروسته سوځول شوي

په هند کې د دوو نجونو سره د جنسي تشدد نه وروسته هغوي ته اور اچول شویدی.

د هند حکومتي چارواکو ویلي دي چې په یوې ١٧ کلنې نجونې ته د ډله ایز جنسي تیري نه وروسته اور اچول شویدی. هغه اوس په روغتون کې ده او حالت یې جدي دی. چارواکي وایي چې هغه د ٥٠٪ نه زیاته سوځول شویدی.

د هند په ایالت جاړکنډ کې دغه پیښه د هغې نه وروسته وشوه چې د جمعې په ورځ په یوې ١٦ کلنې نجونې باندې ډله ایز جنسي تیری وشو ،بیا ورته اور واچول شو او ووژل شوه.

پولیسو په دغې ١٧ کلنې جینۍ د جنسي تشدد په شک کې یو ١٩ کلن ځوان نیولی دی او وایې چې تحقیقات ترینه روان دي.

داسې ویل کیږي چې دغه هلک هغه وخت جینۍ ته اور واچوو چې هغې د جنسي تیري نه د ځان د ژغورلو کوښښونه کول.

د هند په بیلا بیلو سیمو کې د ښځو سره د جنسي تشدد پیښو د بشري حقونو د فعالینو عکس العمل پارولی دی. د هند د کشمیر په سیمې کې د یوې اته کلنې جینۍ سره جنسي تشدد نه وروسته د دغه ملک په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوی.