کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي سفر

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د لومړي ځل لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې کابل ته د دې پلاوي د سفر هدف له افغانانو سره د هند د بشري مرستو بهیر څارل او په دغه هیواد کې د هند په مرسته د پیل شوو پروژ څخه لیدنه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزات په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې یاد پلاوی به له لوړپوړو طالب چارواکو سره وګوري او له افغانانو سره د هند د بشري مرستو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

په بیان کې ویل شوي چې دا پلاوی به افغانستان ته د سفر په ترڅ کې په بشري مرستو کې له ښکېلو نړیوالو سازمانونو سره هم وګورئ.

هند پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د ۵۰زره ټنه غنمو مرستې اعلان وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه هیواد د افغانانو اړتیا ته په کتو له دغه افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ګڼې بشري مرستې کړي دي چې ۲۰زره ټنه غنم، ۱۳ ټنه درمل،۵۰۰زره ډوزه د کرونا واکسین او ژمنۍ جامې شاملي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دغه غنم او درمل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نړیوالو سازمانونو خیره موسسو (WFP) (WHO) او په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته سپارل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو په اساس هند به په راتلوونکې کې هم افغانستان ته نورې بشري مرستې هم واستوی.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "په دې تړاو به هندی پلاوی د طالبانو له لوړپوړ غړو سره وویني او د افغانستان له خلکو سره د هند د بشري مرستو په اړه به خبرې اترې وکړي."

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې هند د افغانستان له خلکو سره تاریخي او تمدني اړیکې لري او په خبره یې دغه اوږد مهاله اړیکې به زموږ د تګلارې لارښوونه وکړي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله کابل ته د هندي پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له یوه هندي تلویزیون سره مرکه کې د هند له حکومت څخه په افغانستان کې د خپل سفارت پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته هند په افغانستان کې خپل دپلوماتیک دفترونه بند کړل.

له افغانستان سره د هند مرستې

هند یو له هغو هیوادونو څخه و چې په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان د تیر حکومت پر مهال دغه هیواد کې ځینې لویې زیربنايي پروژې تمویل او عملي‌ کړي‌ دي.

په هرات ولایت کې د سلما اوبو بند جوړول، د افغانستان د پارلمان ودانۍ، د زرنج – دلارام سړک، د بریښنا یو شمیر سب سټیشنونه، د میوجاتو او سزیجاتو سردخانې او یو شمیر نورې پروژې د هند د مرستو مثالونه دي.

هند همداراز افغان محصلینو ته د بورسونو په ورکولو او د تحصیل د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.

تر دې مخکې په افغانستان کې د هند سفارت ویلي و چې هند د افغانستان سره په تیرو ۱۵ کلنو کې شاووخوا ۲ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.