هند د سیکانو د مظاهرې په غبرګون کې د کاناډا لوړپوړی دپلومات احضار کړ 

د امریکا په سان فرانسیسکو کې د سیکانو د اعتراض یوه څنډه چې د امریتپال سنګ تصویر یې په لاس کې دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه مارچ ۲۶ (حمل پنځمه) وویل چې په کاناډا کې د هند د دپلوماتیک ماموریت د ودانۍ مخې ته یې د سیکانو د مظاهرې له کبله د کاناډا لوړ پوړی دپلومات احضار کړی دی.

د کاناډايي رسنیو د راپورونو په اساس سلګونو سیکانو د کاناډا په وانکوور کې د هند د کونسلګرۍ په مخکې مظاهره وکړه او د سیکانو د فراري مشر امریتپال سنګ د نیولو لپاره یې د هند حکومت د لټون عملیات وغندل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ويل دي چې په نوي ډهلي کې یې د کاناډا عالي کمېشنر احضار کړی چې «په کاناډا کې په همدې اوونۍ کې زموږ د کونسلګرۍ او دپلوماتیک ماموریت په ضد د بیتلون غوښتونکو او افراطیانو د اعمالو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده» کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام بخشي په یوې علامیې کې ویلي دي: «تمه ده چې د کاناډا حکومت زموږ د دپلوماتانو او دپلوماتیک ماموریت د امنیت او مصونیت په اړه ګامونه واخلي چې خپل دپلوماتیک کارونه وکړای شي.»

د هند حکومت په شمالي پنجاب کې له تېرې یوې اوونۍ راهېسې د سیکانو د یو افراطي مشر لټون کوي. حکومت په دغه ایالت کې په موبایلونو کې انټرنټ بند کړی او له څلورو څخه د زیاتو کسانو په غونډې هم بندیز لګول شوی. په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان نیول شوي‌ دي.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس امریتپال سینګ په دې وروستیو کې د پنجاب په لېرو پرتو سیمو کې په خپلو خبرو کې د سیکانو لپاره د جلا ټاتوبي [خالستان] د جوړېدو خبرې کولې.

د هند حکومت د غوښتنې په اساس ټویټر په کاناډا کې د یو سیک سیاستوال جګمیت سینګ په ګډون د ځینو مشهورو سیکانو حسابونه تړلي دي.

د رسنیو د راپورونو په اساس، د هند د پنجاب په ایالت کې د یو شمېر مشهورو خبریالانو او د سیکانو د ټولنې د غړو د ټویټر حسابونه هم تړل شوي دي.

د هند حکومت تېره اوونۍ له هغه وروسته د بریتانیا لوړ پوړی دپلومات احضار کړ چې په لندن کې یو شمېر سیکان د هند د عالي کمېشنرۍ ودانۍ ته ننوتل او ورانی یې وکړ.

هند همدغه راز د امریکا په سان فرانسیسکو کې د یو شمېر کسانو له لوري د هند د کونسلګرۍ د هېندارو او دروازو د ماتولو په غبرګون کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت او په نوي ډهلي کې د امریکا سفارت ته «قوي‌ اعتراض» کړی.

د پنجاب په ایالت کې، چې ۵۸ سلنه خلک یې سیکان او ۳۹ نور یې هندوان دي، په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کالونو کې هم د خالستان د جوړولو غوښتنې شوې وې چې له کبله یې زرګونه کسان ووژل شول.

هند وخت ناوخت په بهرنیو هېوادونو کې د سیکانو د فعالیتونو له کبله اعتراض کوي، هندي چارواکي وايي چې په بهر کې یو شمېر مېشت سیکان د مالي مرستو له لارې هڅه کوي چې په هند کې اورپکۍ ته لمن ووهي.