هند د خپل یو زنداني سیاستوال په اړه د امریکا مرستیاله سفیره احضار کړې

د هند په پایتخت کې د ډیلي د اعلی وزیر اروند کیجریوال د نیول کېدو خلاف لاریون

هند د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري ۸) د متحده ایالاتو د سفارت مرستیاله وروسته له هغه احضار کړه چې واشنګټن وویل په هند کې له پارلماني ټاکنو څو اوونۍ وړاندې د اپوزیسیون د یو جګپوړي مشر د زنداني کیدو بهیر "له نږدې څاري."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له هند څخه غوښتنه کړې چې د پایتخت ډیلي د اعلی وزیر اروند کیجریوال لپاره "عادلانه، شفافه او پر وخت قانوني پروسه" تضمین کړي چې تیره اوونۍ د اداري فساد په تور نیول شوی و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل: "موږ پر دې څرګندونو سخت اعتراض لرو... په ډپلوماسۍ کې، له دولتونو څخه تمه کیږي چې د نورو حاکمیت او داخلي چارو ته درناوی وکړي."

سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د متحده ایالاتو د سفارت مرستیاله ګلوریا بربینا احضار کړې ده. د امریکا سفارت سمدستي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا مطلب هم ولولئ هند کې د ملي انتخاباتو څخه څو اوونۍ وړاندې چارواکو د نوې ډهلي اعلی وزیر نیولی

تیره اوونۍ، جرمني هم د کیجریوال د نیول کېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، چې د اپوزیسیون یو مهم مشر دی او د راتلونکې میاشتې په ټاکنو کې د صدراعظم نریندرا مودي په وړاندې سیالي کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د شنبې په ورځ یې د جرمني مرستیال سفیر هم احضار کړی و.

پر کیجریوال تور دی چې په خپلې واکمنۍ کې یې خصوصي شرکتونو ته د شرابو پلورلو د جواز ورکولو په بدل کې رشوت اخیستی دی.

هغه دا تورونه رد کړي دي، او ملاتړي یې تور لګوي چې د هغه نیول د دې لپاره دي چې د راتلونکې میاشتې په ټاکنو کې یې د ګډون مخنیوی وشي. خو د هند د بهرنیو چارو وزارت دا تور رد کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "د هند قانوني بهیر د یوې خپلواکې قضایی قوې پر بنسټ ولاړ دی چې پر وخت او عیني پایلو ته ژمن دي."

د هند د مالي تحقیقاتو ادارې، چې کیجریوال یې نیولی، لږ تر لږه د څلورو نورو ایالتونو د اعلی وزیرانو او د هغوی د کورنیو د غړو په اړه هم تحقیقات پیل کړي دي.

منتقدینو مودي د هند د قضايي سیستم په سیاسي کولو تورن کړی دی.

نږدې یو میلیارد هنديان به راتلونکې میاشت د نوي حکومت د ټاکلو لپاره رایه ورکړي.

ډیری شنونکي په دغو ټاکنو کې چې د اپریل په ۱۹ پیلیږي او شپږ اوونۍ وخت نیسي، د مودي د بیا انتخاب کېدو وړاندوینه کوي او لامل یې د هغه هندو ملتپال سیاست بولي.