د لاس رسي وړ اتصالات

مودي وايي امریکا کې به د یو سیک مشر د وژلو د توطیې ادعا څېړي


د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي غواړي چې په امریکا کې د بیلتون غوښتونکو سیکانو د یو مشر د وژلو د توطیې په اړه هر سپارل شوي شواهد وڅېړي.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت تېره میاشت یو هندي وګړی تورن کړ چې په امریکا کې یې د سیکانو د یو مشر د وژلو پلان لره، چې د هند د حکومت یو استخباراتي چارواکی هم په کې دخیل بلل شوی.

د هند صدراعظم نرېندار مودي د امریکا د عدلیې وزارت له دغې اعلامیې څخه وروسته په لومړي ځل په دې مسئلې باندې خبرې وکړې. هغه د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ۲۹) « Financial Times » سره په مرکې کې وویل: «که یو څوک موږ ته هر ډول معلومات راکوي، موږ به یې حتمي ګورو. که زموږ یو وګړی کوم ښه او یا بد کار کړی وي، موږ چمتو یو چې ویې ګورو. موږ د قانون حاکمیت ته ژمن یو.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ ‌چې د «لوړې کچې یوه څېړونکې کمېټه» یې ټاکلې چې د دغې قضیې ټول اړخونه» وګوري.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د نومبر په ۲۹ نېټه هغه تورونه څرګند کړل، چې د نکیهل ګوپتا په نوم یو هندي وګړي د هند د یو استخباراتي مقام په لارښوونې سره د پېسو په بدل کې په امریکا کې د یو بیلتون غوښتونکي سیک مشر د وژلو پلان لره.

څارنوالانو ویلي‌ چې یو هندي مقام ګوپتا ته ۱۵۰۰۰ ډالر ورکړي وو او ژمنه یې کړې وه چې د سیک مشر له وژلو وروسته به ۱۰۰زره نور ډالر هم ورکوي.

د عدلیې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي د ګوپتا هدف «د هند حکومت یو فعال منتقد، چې په امریکا کې د یوې ټولنې، چې د پنجاب د جلا کېدو ننګه کوي، مشر دی، وژل وو».

د سیکانو دغه هندي-امریکايي مشر«ګورپاتوانت سینګ پانون» نومېږي،‌ چې په نیویارک کې دی. دی د «خالستان» په نوم د سیک بیلتون غوښتونکو د یوې ډلې غړی دی. له دغه راپور څخه وروسته سپېنې ماڼۍ وویل چې دا مسئله یې «تر جدي غور» لاندې ده او د هند له حکومت سره یې شریکه کړې ده.

دا مسئله داسې مهال مطرح کېږي چې څه موده مخکې په کاناډا کې هم د سیکانو یو مشر ووژل شو او کاناډايي چارواکو یې پړه په هند باندې واچوله. دې کار د دواړو هېوادونو روابط هم څه ناڅه خراب کړل. هند دا تور رد کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG