د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هندي چارواکو سره کتلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هند د صدراعظم نریندرا مودي او نورو جګپوړو چارواکو سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پداسې وخت کې نوې ډهلي ته تللی چې د سوداګرۍ پر سر د دواړو هیوادونو جنجال شوی.

مایک پمپیو د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د بهرنیو چارو د وزیر اس جی شنکار سره کتلي دي.

امریکا تیر کال د جون د میاشتې په لومړې نیټې هند ته د سوداګرۍ ځانګړی حیثیت لغوه کړ. هند د دې اقدام په ځواب کې د امریکا په چارمغزو، بادامو او اته ویشتو نورو تولیداتو ګمرکي تعرفه ولګوله او پدې سره د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ جنجال پیل شو.

هندي چارواکي هم دا مني چې د امریکا سره په سیاسي او ستراتیژیکو موضوعاتو کې ډیر اختلافات نشته خو د سوداګرۍ په برخې کې یې بیا د احتیاط خبره کړیده.

د تهران او واشنګټن جنجال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هند ته د سفر نه وړاندې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او افغانستان ته تللی و. ښاغلی پمپیو غواړي چې د ایران په خلاف نړیوال ائتلاف جوړ کړي. وروسته تر هغه چې امریکا په ایران اقتصادي بندیزونه ولګول، هند هم د ایران نه د تیلو صادارت بند کړل خو هندي چارواکي کوښښ کوي چې پدې برخې کې استثنا تر لاسه کړي.

هند او امریکا ستراتیژیک ملګري دي او تمه کیږي چې د هند صدراعظم نریندرا مودي او د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به د همدې اوونۍ په پای کې په جاپان کې د نړۍ د شلو صنعتي هیوادونو د مشرانو په غونډې کې وګوري.

د پمپیو د سفر پر وخت سلګونو خلکو په پایتخت نوې ډهلي کې مظاهره کړې وه او د هند نه یې غوښتل چې د امریکا په غوښتنې دي د ایران نه واردات نه بندوي. د پران شرما په نامه یو مظاهره کوونکي اې پي خبري اژانس ته وویل " امریکا په ایران برید کوي او غواړي وګوري چې هند ورسره څه ډول همکاري کولی شي."