مودي: هند او امریکا مشترکې گټې لري

د هند صدراعظم نریندرا مودي لومړۍ بهرنی مشر دی چې ولسشمر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې میلمستیا ورکوي.

هندي صدراعظم نریندرا مودي چې په واشنگټن کې د خپل امریکایي سیال ډانلډ ټرمپ سره د خبرو اترو تیاری نیسي، ویليي دي چې هغه ډاډه دی چې "هند او امریکا مشترکې گټې لري".

په یوه لیکنه کې چې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خپره کړې ده، نریندرا مودي د اقتصادي پرمختیا او د دوه اړخیزې سوداگرۍ د زیاتیدو خوشبیني ښودلې ده.

ښاغلي مودی لیکلي دي "په دې نړیوال ناڅرگند اقتصادي چاپیریال کې هم، زموږ دوه هیوادونه په گډه د اقتصادي پرمختیا او نوښتونو تگلاره غښتلې کولی شي".

ښاغلي مودی پورن په واشنگټن کې تر کوزیدو څو ساعته وروسته د ٢١ شرکتونو د اجرائیه رئیسانو سره د امریکایي سرمایې د جلبولو پر مکانیزمونو وغږید. دا ستر شرکتونه امریکایي دي، خو اجرائیه رئیسان یې د مودی وطنداران دي.

د تکنالوجي د امریکایي شرکتونو هندي الاصله اجرئیه رئیسانو لکه د گوگل سوندر پیچای، د ماکروسافت ساتیا نادیلا، او د اډوب سیستمز رئیس شانتیا ناراین مودي ته نظرونه ورکړل.

مودي د امریکایي ټولنې پر پرمختگ کې د خپلو خلکو ونډه ارزښتناکه وبلله "ستاسې وړتیا او زحمت ایستل، یو هندي خاصیت دی، خو کله چې همدې صفاتو مناسب چاپیریال یعني امریکا وموندله، نو تاسې دومره ډېر وځلیدلی چې د امریکا پر پرمختیا کې شانداره ونډه لرئ"

ډانلډ ټرمپ چې تر جمهوري ریاست وړاندې یې هند ته سفر کړی و او په هغه هیواد کې اقتصادي گټې هم لري، پر ټویټر د نریندرا مودي هرکلی کړی دی "د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې صدراعظم مودي ته ښه راغلاست وایم. د یوه ریښتینې ملگري سره به پر مهمو ستراتیژیکو مسلو خبرې وکړم".​

سپینه ماڼۍ وایي چې دواړه لوري به د ترهگرۍ سره د جگړې په اړه یوه مشترکه اعلامیه خبره کړي. یوه چارواکې ویلي دي "امکان لري چې د ترهگرۍ سره د مبارزې په لړ کې د گډې همکارۍ نوي پړاونه اعلان شي".

Your browser doesn’t support HTML5

واشنگټن ته د نریندرا مودي سفر

نریندرا مودي به د ډرون جوړونکي امریکایي شرکت جنرال اټامکس څخه د ٢٢ څارونکو ډرون الوتکو (ایم کیو ٩) د ترلاسه کولو موافقه نهایي کړي چې د ٣ میلیارد ډالرو تړون دی.

بلخوا پلان نیول شوی دی چې امریکایي شرکت لاکهیډ مارټین د هندي ټاټا شرکت سره تړون وکړي چې ایف ١٦ جنگي جټ الوتکې په هند کې جوړې کړي.