هند وايي امنیتي ځواکونو یې ۱۰ ماویست یاغیان وژلي

هندي ځواکونه (د ارشیف عکس)

هندي پولیسو د جمعې په ورځ، نومبر ۲۲ (لیندۍ دوهمه)، وویل چې امنیتي ځواکونو د ماویست یاغیانو د له منځه وړلو په تازه عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰ یاغیان وژلي دي.

په هند کې د یاغیانو دغه ډله ادعا کوي چې د ځايي منزوي شویو قبیلو د حقونو لپاره مبازه کوي او د تیرو څو لسیزو په ترڅ کې ددې ډلې په بریدونو کې له ۱۰ زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي.

د یاغیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته د چتیسګړ ایالت په یوه لیرې پرته ځنګلي سیمه کې رامنځته شوې ده چې د یاغیانو مرکز بلل کیږي.

د ایالت د پولیسو د ماویست ضد عملیاتو مشر ویویک‌انند سینا فرانس پرس وویل: "تر اوسه پورې د لسو ماویستانو مړي موندل شوي دي." سینا وویل چې پولیسو له یاغیانو څخه وسلې هم ترلاسه کړې دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه سږکال یاغیانو ته خبرداری ورکړ چې که تسلیم نشي، وسله وال ځواکونه به یې په خلاف "پراخ برید" پیل کړي.

د حکومتي معلوماتو له مخې، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې سږ کال تر ۲۰۰ ډېر یاغیان وژل شوي، چې ډېری یې په چتیسګړ کې دي.

هند په مرکزي، جنوبي او ختیځو ایالتونو کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو کې په لسګونو زره امنیتي پرسونل ځای پرځای کړی، خو د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې په دې وروستیو کې محدودې شوي دي.

هند په دغو لیرې پرتو سیمو کې په زیربنايي پروژو باندې ملیونونه ډالر لګولي. نوي ډیلي ویلي چې یوازې ۴۵ ولسوالۍ د یاغیانو په واک کې پاتې دي. په ۲۰۱۰ کال کې دغه شمېر ۹۶ ښودل شوی و.

ماویست یاغیانو په تېرو څو کلونو کې پر حکومتي ځواکونو ګڼ شمېر مرګوني بریدونه کړي دي. په ۲۰۲۱ کې د یاغیانو سره په نښټه کې ۲۲ هندي پولیس او ملیشه ځواکونه ووژل شول.

په هند کې د ۲۰۱۹ د ټاکنو په درشل کې په لویدیځ ایالت مهاراشترا کې په یو بمي برید کې ۱۶ کمانډو سرتیري ووژل شول. ددغه برید پړه په ماویست یاغیانو واچول شوه.