د هند د سینما یوه وتلې ستورې دپیکا پادوکون د محصلینو په یوې مظاهرې کې ګډون کړی او د هغوی ننګه یې کړې ده.
دپیکا د جواهر لال نهرو د محصلینو په هغې مظاهرې کې برخه واخیسته چې پر یو شمېر نورو محصلینو د برید د غندلو لپاره جوړه شوې وه.
څو ورځې مخکې مخ پټو وسله والو د دغه پوهنتون پر یو شمېر محصلینو ډزې وکړې او ۳۴ تنه یې ژوبل کړل.
په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپرو شویو" ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې پولیس د پېښې په ځای کې ولاړ دي او د برید د مخنیوي لپاره کوم اقدام نکوي".
په برید کې د محصلینو یوه ټولنه ګرمه بلل شوې ده چې د صدراعظم مودي له "ګوند سره اړیکي" لري.
دپیکا د سه شنبې په ماښام (جنوري۷) په نوي ډیلي کې د دغه برید د غندنې په مظاهرې کې ګډون وکړ. د هغې دغه کار په هند کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په منځ کې مثبت او منفي نظریات او ناندرۍ پارولي دي.
په دغې ویدیو کې دپیکا ښودل کیږي چې د محصلانو تر څنګ ولاړه ده.
More power to you @deepikapadukone and thank you for your solidarity and support. You might be abused or trolled today, but history will remember you for your courage and standing by the idea of India. pic.twitter.com/q9WkXODchL
— Kanhaiya Kumar (@kanhaiyakumar) January 7, 2020
معمولآ د بالیووډ ستوري په سیاسي مسايلو کې له ګډون کولو ډډه کوي. په هند کې د فلمونو د متن لیکوال او مبصر ادوایتا کالا په خپل ټویټر کې لیکلي دي: " ویل کېدل چې بالیووډ موقف نه ښکاره کوي،" او له داسې مسایلو سره سر او کار نلري. ځینو نورو دپیکا د بې اتفاقۍ په پارولو تورنه کړې ده.
د هغې یو شمېر ملاتړو هم نظرونه څرګند کړي دي. یو مینوال یې لیکلي دي: " دپیکا تل په خپلو فلمونو کې د یووالي او پیوستون پیغامونه ورکړي دي."
د هغې په ملاتړ او غندنې په ټویټر کې هشتګونه جوړ شوي دي.
هغې داسې مهال په دغې مظاهرې کې برخه اخیستې ده چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ (جنوري۱۰) د "چپاک" په نامه یو فلم هم بازار ته راوځي.
د هغې ځینو مخالفانو له خلکو غوښتي چې دا فلم دې نه ګوري. خو ځینو نورو بیا ویلي دي چې هغه د خپل فلم د لا مشهوره کولو لپاره په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې ده.
دپیکا د هند د سینما په ښځینه لوبغاړو کې د ډېرو عاید لرونکو ستورو څخه ګڼل کیږي.
په اصل کې محصلینو د هند حکومت د هغې پرېکړې پر ضد مظاهره کړې وه چې له مسلمانانو پرته په پاکستان، افغانستان او بنګله دېش کې د ځینو نورو مذهبونو وګړو ته د هند تابعیت ورکوي.
د هند حکومت وايي دا خلک په خپلو هېوادونو کې له مذهبي تعصب سره مخامخ دي، خو د دغې پرېکړې مخالفان وايي چې په دغه قانون کې ولې مسلمانان نشته؟