مودي: هند د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو هڅه کوي 

د جي-۷ هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د زیلینسکي او مودي کتنه

د هند صدراعظم نریندرا مودي د شنبې په ورځ مې ۲۰ (غوایي ۳۰) د جي-۷ هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې وویل چې هېواد به یې د اوکراین د شخړې د هواري لپاره تر خپل وس هر څه وکړي.

ښاغلي مودي چې د جاپان په هیروشیما کې د جي-۷ سرمشریزې په څنډه کې پر اوکراین د روسیې د پوځي برید له پیل وروسته د لومړي ځل لپاره د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره وکتل، ټینګار یې وکړ چې "هر څه مو چې په وس پوره وي" د اوکراین د شخړې د حل لپاره "به یې وکړو."

د هند صدراعظم د اوکراین ولسمشر ته وویل: "زه ستاسو درد او د اوکراین د خلکو درد ډیر ښه درک کوم. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هند او پخپله زه به هر هغه څه چې موږ یې کولی شو، ترسره کړو."

که څه هم مودي په اوکراین کې د شخړې د هواري لپاره د خپل هېواد د هڅو خبره وکړه، خو هغه له زیلینسکي سره له مخامخ کتنې وروسته هم پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل ونه غنده.

زیلینسکي د ټیلیګرام له لارې د یو پیغام په خپرولو سره، د هند څخه مننه وکړه چې په ځانګړې توګه د نړیوالو سازمانونو له لارې د هغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ملاتړ کوي. د اوکراین ولسمشر همداشان د هند له صدراعظم څخه جګړه ځپلي اوکراین ته د بشري مرستو د برابرولو له امله مننه وکړه او نوي ډهلي ته یې بلنه ورکړه چې د اوکراین له خوا طرحه شوې د "سولې فورمول" په تطبیق کې برخه واخلي.

زیلینسکي د شنبې په سهار په ناڅاپي ډول د جي-۷په سرمشریزه کې را څرګند شو. د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې په دې غونډه کې ګډون کړی چې متحده ایالاتو او اروپايي متحدینو یې په دې وروستیو کې کیف ته د اف-۱۶ جنګي الوتکو د ورکولو موافقه وکړه.

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ، می۱۹ (غوایي ۲۹) د جي-۷ په سرمشریزه کې وویل چې واشنګټن به اوکراین ته د پرمختللو اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو چمتو کولو او د پیلوټانو د روزنې پروګرام ملاتړ وکړي.

د امریکا دغه اقدام د کیف لپاره یو لوی پرمختګ ګڼل کیږي. اوکراین په وروستیو میاشتو کې پر خپلو لوېدیځو ملاتړو فشار راوړی چې د روسیې د برید د مخنیوي لپاره په لوړې ټکنالوژۍ سمبالې الوتکې ورته چمتو کړي.


د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال په یو بیان کې د بایډن د دغه اقدام هرکلی کړی، خو زیاته کړې ده چې که د بایډن ادارې مخکې له مخکې د دغه پروګرام ملاتړ کړی وای، نو اوکرایني پیلوټانو به د بې شمیره اوکراینیانو ژوند ژغورلی وای.

وروسته له هغه چې بایډن د اوکراین د پیلوټانو د روزنې له پروګرام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، د ډنمارک د دفاع وزارت اعلان وکړ چې هیواد به یې د امریکا لخوا د جوړو شويو اف-۱۶جنګي الوتکو د پیلوټانو په روزنه کې مرسته وکړي.


د ډنمارک د دفاع سرپرست وزیر ټرولس لوند پولسن وویل چې هیواد به یې "اوس وکړای شي اوکرایني پیلوټانو ته د اف-۱۶ الوتکو په روزنه کې مخ په وړاندې ولاړ شي."

لوند پولسن زیاته کړه چې ډنمارک به د خپلو متحدینو سره په همکارۍ ددې پلان ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي او ددې پلان د تصویب لپاره یې د بایډن د پریکړې هرکلی وکړ.


خو د ډنمارک د دفاع سرپرست وزیر څرګنده نه کړه چې ایا هیواد به یې اوکراین ته د جنګي الوتکو په ورکولو کې برخه واخلي که نه.

د ډنمارک هوايي ځواک شاوخوا څلویښت اف-۱۶جنګي جټ الوتکې لري چې ۳۰ یې فعالې دي. همدا راز دغه هېواد په دې وروستیو کې نوې اف-۳۵جنګي الوتکې پېرودلې دي.