اندونیزیا طالبانو ته: مه پریږدئ افغانستان د تندلارو په مرکز بدل شي

د نړۍ د ستر اسلامي هیواد اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ اګست ۹ (وږې اتلسمه) له طالبانو وغوښتل چې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي او اجازه ورنکړي‌ چې افغانستان د سخت دریځو د فعالیت په مرکز بدل شي.

ریټنو مرسوډي دا څرګندونې د آسترالیا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره چې د امنیتي اړیکو د پراختیا لپاره جاکرټا ته راغلي، وکړې.

میرمن مرسودي وویل، اندونیزیا له نږدې څخه د افغانستان وضعیت څاري او هیله من دی چې هغه هیواد "د ترهګرو سازمانونو د اوسیدونکو او روزنې په مرکز بدل نشي او داسې فعالیتونه پکې ونشي چې د سیمې سوله او ثبات وګواښي."

طالبانو د سه شنبې په ورځ خپله موقته کابینه اعلان کړه چې ټول غړي یې د طالبانو هغه جګپوړي مشران دي‌ چې په نیویمه لسیزه کې په خپله واکمنۍ کې حضور درلود او په تیرو شلو کلونو کې یې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو سره جګړه کړېده.

مرسوډي او د هغې آسترالیایي سیالې ماریس پین له طالبانو وغوښتل چې بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د آسترلیا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن پین د اندونیزیا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:" اندونیزیا د یوه مسلمان هیواد په توګه په قوي موقف سره په دې مسایلو کې مهمه ونډه ادا کولی شي."

اندونیزیا په داسې حال کې له طالبانو غواړي چې ترهګرو ته په خپله خاوره کې اجازه ورنکړي چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي طالبانو له القاعده سره خپل روابط ندي شلولي او د القاعده په سلګونه تندلارې جنګیالي اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي.

اندونیزیا هم له یو لړ ترهګریزو بریدونو سره مخ شوېده چې تر ټولو خونړی برید په ۲۰۰۲ کال کې د هغه هیواد په بالي ټاپو کې وو چې د ۸۸ آسترالیانو په ګډون ۲۰۲ کسان پکې ووژل شول چې اکثریت یې بهرنیان وو.

د بالي د بمي بریدونو مسولیت د القاعده سره د مرتبطې جماع الاسلامیه شبکې پر غاړه واچول شو.