زده‌کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي د زیاتوالي لپاره د نړیوال بانک مرسته

نړیوال بانک په افغانستان کې لومړنیو او ثانوي زده‌کړو ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسري د زیاتوالي لپاره ۲۵ میلیون ډالره اضافي مالي مرسته تصویب کړې ده.

نړیوال بانک د پنجشنبې په ورځ د مارچ په لومړۍ (وري ۱۲) په یو بیان کې ویلي دا مرسته له زده‌کړو سره د همکارۍ د نړیوال پروګرام له لارې کېږي او زیاته کړې یې ده چې له اقراء پروژې سره به په افغانستان کې د سلو نویو ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

په بیان کې راغلي: "همدارنګه دغه مرسته به د زده‌کړو د سطحې د لوړوالي، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسرسي د زیاتوالي، د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ملاتړ او په سیمه‌ییزه کچه د پوهنیزو پروګرامونو د کیفیت د لوړاوي لپاره ولګېږي".

دغه مرستې د اقراء پروژې په چوکاټ کې لګول کېږي. نړیوال بانک ویلي نړیواله پراختیايي اداره چې له خورا بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک ګروپ د مالي مرستو د تیارولو یوه څانګه ده له دغې پروژې ملاتړ کوي او دغه راز یاده پروژه د افغانستان د بیا رغونې صندوق او د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام، چې مخ په ودې هېوادونو کې د تعلیمي سېسټمونو د پیاوړتیا څو اړخیز پروګرام دی له مرستو څخه هم برخمنه ده.

په بیان کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر رئیس هېنري کرالي له قوله ویل شوي افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌کړو د کچې دلوړوالي په برخه کې "ډېر پرمختګونه" کړي دي خو لا هم په دغه هېواد کې ۳.۵ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي او د افغانستان په کچه نیمایي ښوونځي مناسب تعلیمي بنسټونه نه لري.

ښاغلي کرالي زیاته کړې: "دغه بلاعوضه مالي مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړي چې د ښوونې او روزنې یو مطلوب چاپیریال رامنځته کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زیات ماشومان ښوونځي کې شامل کړي".

همداشان په بیان کې د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام اجرائیوی مشرې الیس البرایټ د نجونو په پوهنې پانګونه یو خورا اغېزمن ګام بللی او ویلي یې دي چې د نجونو زده‌کړه د اقتصادي ودې، د ماشومانو د مړینې پېښو د مهارولو او د هغوی د ښې تغذیې لامل کېږي.

اغلې البرایټویلي: "د زده‌کړو لپاره د نړیوالې همکارۍ پروګرام ژمن دی څو په خورا زیانمنونکو سیمو کې د میلیونونو نجونو او هلکانو لپاره ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره کړي او په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی".

نړیوال بانک افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه بللی چې زیات شمېر له زده‌کړو محروم ماشومان لري او ویلي یې دي چې د دوی په ګډون ټول پرمختیایي شریکان ژمن دي چې له افغان دولت سره زده‌کړو ته د لاسرسي د زیاتوالي او د کیفیت د ښه‌والي په برخه کې همکاري وکړي.

د وچکالۍ ځپلو سره د اروپايي ټولنې مرسته

په افغانستان کې د وچکالۍ په تړاو له اندېښو وروسته اروپايي ټولنې په بادغیس، بغلان او فاریاب ولایتونو کې له وچکالۍ ځپلو څخه د ملاتړ لپاره د ۲۰۰زره یورو د مرستې اعلان کړی دی.

اروپايي ټولنې په یو بیان کې ویلي چې دا پیسې به وچکالۍ ځپلو ته د بیړنیو خوړو په برابرولو ولګول شي.

دغې ټولنې زیاته کړې چې په دې برخه کې به د لازیات مالي ملاتړ د راجلبولو لپاره هلې ځلې وکړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ارنوت پاولز ویلي: "د ورښتونو کموالی په کرنې، د څښاک او وینځلو اوبو ته د لاسرسي او روغتیا باندې مخامخ اغیزې لري، نو ځکه دغه بشري مرسته چې نن اعلان شوه تر ټولو زیانمنونکو کسانو سره د مرستې لپاره د اروپايي ټولنې چټک ځواب دی".

افغان چارواکو په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالي د کچې د زیاتوالي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي دغه طبیعي ناورین به په میلیونونو افغانان له ګواښ سره مخ کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اټکل کړی چې په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې کروندګر او څاروۍ لرونکي کسان به د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.

له دې وړاندې نړیوال بانک هم په افغانستان کې د وچکالۍ د اغېزو کمولو لپاره د څه باندې ۹۷میلیونه ډالرو د وړیا مرستې کولو اعلان وکړ.