د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په جګړو او نښتو کې ۱۰۰۰ښوونځي وران شوي


په افغانستان کې د جګړو له کبله سلګونه ښوونځي تړل شوي دي
په افغانستان کې د جګړو له کبله سلګونه ښوونځي تړل شوي دي

د افغانستان د پوهنې وزارت چې د تېرو دوو لسیزو راهېسې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي ویجاړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین نن یکشنبه فبرورۍ ۲۱( کب۳) امریکا غږ ته وویل چې د تیرو ۲۰ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي د وسله والو نښتو او ځینو نورو لاملونو له امله تخریب شوي دي.

اغلې ارین زیاته کړه چې د یادو تخریب شوو ښوونځیو له ډلې ۷۰ سلنه یې بیرته د پوهنې وزارت لخوا رغول شوي دي او نورې د ځینو ستونزو له امله پاتې دي.

هغې په مشخص ډول ونه ویل چې دا ښوونځي په کومو ولایتونو کې دي او په جګړو کې د چا له لوري تخریب شوي دي.

د افغانستان د معارف وزارت پخوا ویلي وو چې په نا امنیو سیمو کې ښوونځي تړل شوي او یا سوځول شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاندې فعلاً په افغانستان کې د جګړو له امله د بندو ښوونځيو شمېر په ډاګه نه کړ، خو ویل کیږي چې په ټول هیواد لسګونه ښوونځي د جګړو او ځینو نورو ستونزو له امله تړل شوي چې له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر وسله والو طالبانو غږ کړئ چې د ښوونځیو او علمي مرکزونو ورانول ودروي، څو افغان ماشومان په مورنۍ ژبه له زده کړو څخه برخمن شي.

حمدالله محب پر خپل ټویټر لیکلي چې د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانول په مورنۍ ژبه له تحصیل او د افغان ماشومانو له راتلونکي سره دښمني ده.

نن یکشنبه د فبرورۍ ۲۱( کب درېیمه) د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده او په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې نن یکشنبه د یادې ورځې لمانځلو په مناسبت کوم خاص مراسم نه و نیول شوي بلکې ځینو دولتي او خپلواکو ادارو او ځینو چارواکو د یادې ورځې په مناسبت پیغامونه ورکړي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار د پیغام او بندو ښوونځیو په اړه څه نه دي ویلي

XS
SM
MD
LG