د پاکستان انتخابات د نړیوالو مطبوعاتو له نظره

د پاکستان د عمومي انتخاباتو په اړه نړیوالو مطبوعاتو کې بیلا بیل تبصرې شویدي چې پکې د پاکستان د انتخاباتو د شفافیت په اړه پوښتنې شویدي.

په پاکستان کې د جولایي په ٢٥ انتخابات کیږي. دا د ٢٠٠٢ د عمومي انتخاباتو نه وروسته دریم ځل دی چې په پاکستان کې په دیموکراتیکه توگه قدرت د یو حکومت نه بل ته انتقالیږي.

د پاکستان په انتخاباتو په نړیوالو مطبوعاتو کې لدی کبله هم ډیرې تبصرې کیږي چې پوځ هم د دغه ملک په سیاست کې ډیر مهم رول لري.

د گارډین ورځپاڼه د ٢١ جولایي په نیټه د پاکستان په انتخاباتو په یوې مقالې کې لیکلې چی د پاکستان په پوځ تورونه دي چې کوښښ کوي په انتخاباتو کې عمران خان بریالی شي.

عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف د سیاسي گوند مشري کوي او دغه په پاکستان کې د تیرې لسیزې نه یو د تر ټولو مشهور سیاسي گوند دی.

د گارډین ورځپاڼه لیکي چې پوځ نه غواړي د مسلم لیگ نون گوند یو ځلې بیا حکومت جوړ کړي. بلکه پوځ غواړي چې یو ضعیفه حکومت رامنځته شي او هیڅ څوک هم د زیات قدرت خاوند نه شي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې هم د جولایي په ٢١ د پاکستان د انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړه. دغه مقاله کې د مسلم لیگ گوند غړي رانا اقبال سراج په اړه لیکل شوې چې هغه ته نامعلومو کسانو په ټلفون اخطارونه ورکول چې د مسلم لیگ گوند پریږدی کنه بد عواقب به ولري. مقاله د هغه د خولې لیکي چې د پاکستان امنیتي ادارو کسانو د هغه په کور او دکان یرغل وکړ او هغه ته یې اخطارونه ورکړل.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان مسلم لیگ گوند ٢١ غړیو خپل گوند پریښودی او د پاکستان تحریک انصاف سره یو ځاې شویدي. د دی برسیره د روانې میاشتې په سر کې د مسلم لیگ ١١ نورو کاندیدیانو هم د مسلم لیگ گوند پرښود او د نوازشریف د سیاسي مخالف گوند سره شامل شول.

د فارن افیئرز ( نړیوالو چارو ) مجلې د جولایي په ١٩ نیټه د پاکستان د یو مشهور ژورنالسټ او لیکوال احمد رشید مقاله خپره کړیده. هغه لیکي چې د پاکستان انتخابات د دغه ملک د دیموکراسۍ د تاریخ د تر ټولو زیات د تشنج ډک انتخابات دي.

ښاغلی احمد رشید لیکي چې په ظاهره خو د پاکستان د موقتي حکومت د نظارت د لاندې ترسره کیږي خو په اصل کې قدرت د پوځ او د محکمو په لاس کې دی.

هغه لیکي چې د پاکستان پوځ او محکمې د مدني ټولنې، بشري حقونو د فعالینو او بلاگ لیکونکو ضد اقدامات کړیدي خو د ټولو نه زیات سخت اقدامات یې د مطبوعاتو ضد کړیدي.

احمد رشید لیکي چې پوځ ته پکار وه چې په ترهگرۍ یې تمرکز کړی وی خو هغوي یې په انتخاباتو کوي. هغه زیاتوي چې په پاکستان کې د انتخاباتو نه وروسته د ټگۍ برگۍ تورونه لگول کیږي خو دې ځل له د انتخاباتو نه مخکې دغه ډول تورونه لگیدلې دي.

د اکانومسټ خپرونه د جولایي په ٢١ لیکي چې وخت رارسیدلی دی چې د پاکستان جنرالان نور په سیاست کې لاسوهنه پریږدي. دغه خپرونه زیاتوي چې عمران خان او د پاکستان پوځ په انتخاباتو کې د ټگۍ برگۍ نه انکار کړیدی خو دا خبره څرگنده ده چې پوځ هر ممکن کوښښ کوي چې عمران خان یې وگټي.