مهاجرت نړیوال سازمان خبر ورکړی چې دا اونۍ یې نږدې ۲۵۰ افغان وګړي بریتانیا ته لېږدولي او زیاتوي چې د بیامیشتولو پرواګرام له مخې به تر خطر لاندې افغانانو ملاتړ جاري وساتي.
دا لېږدنه د «اې ار اې پي» (د افغانانو بیامیشتولو او همکارۍ تګلارې) برخه ده چې له مخې یې برېتانیا ټولټال ۲۰ زره افغانان په خپل هېواد کې میشتوي.
د سه شنبې ورځ د ډسمبر ۱۹ (لیندۍ) مهاجرت نړیوال سازمان پر ټولنیزه شبکه اېکس (مخکینی ټویټر) دا لېږدونه یو نوې پیلامه او له جګړو او بې ثباتۍ څخه د بې کوره شویو افغانانو د مرستې لپاره په نړیوالو هڅو کې یو ډېر لوی او مهم پرمختګ بللی دی.
We continue supporting vulnerable Afghans by resettling nearly 250 individuals from Pakistan to the UK this week. 🇵🇰✈️🇬🇧The arrival marks a milestone in IOM%27s global efforts since 2021. Join us in advocating for pathways to safety and durable solutions for Afghan communities. pic.twitter.com/cPs5RgYOpS
— IOM - UN Migration 🇺🇳 (@UNmigration) December 19, 2023
ای او ایم وايي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې تر اوسه یې نورو هېوادونو ته تر یو زر زیاتو افغان کډوالو د لېږدولو او بیامیشتولو کې اسانیتانوې برابر کړې دي.
بریتانیا ژمنه کړې چې دوی به نږدې ۲۰ زره افغان کډوال د څلورو کلونو په اوږدو کې بیامیشت کړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې واېستل شول چې زرګونه یې بریتانیا ته انتقال کړل شوي. په دوی کې اکثریت هغه افغانان دي، چې د بریتانیا له ځواکونو او نورو ادارو سره یې همکاري کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم یو شمېر افغانان په پاکستان کې انتظار کوي چې د بریتانیا ویزې ترلاسه او د دغه پروګرام له لارې په هغه هېواد کې خپل نوی ژوند پیل کړي.