د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند د انتخاباتو د نتایجو منلو انکار کړیدی او وایي چې په لویه کچه ټگي برگي شویده.
د پاکستان د انتخاباتو د لمړنیو نتایجو نه وروسته د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند مشر شهباز شریف یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د نتایجو د منلو نه انکار کړیدی او ویلي یې دي چې په ټول ملک کې بدنظمي او ټگي برگي شویده.
د لمړنیو نتایجو په اساس د پاکستان د تحریک انصاف گوند په عمومي اسامبلۍ کې د نورو گوندونو نه مخکې دی.
ښاغلي شهباز شریف وویل چې د هغه د گوند کسان یې هغه وخت د رای شمیرنې د کوټو نه د باندې اویستل چې د رایو شمیرل پیل شول،
هغه دا تور هم ولگاوه چې د هغه د گوند پلویان د رایو ورکولو نه منع کړې شویدي او په بیسارې ډول درغلي شویده چې د پاکستان په تاریخ کې پخوا نه وه شوې.
هغه وویل چې د خپل گوند د غړیو یوه غونډه به ډیره ژر راوغواړي چې پدی وضعیت ورسره خبرې وکړي.
د مسلم لیگ نون مشر په دې اړه یو ټویټ هم وکړ
We will use all political and legal options for redressal of these glaring excesses. This is an outright rigging and the results based on massive rigging will cause irreparable damage to the country.
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) July 25, 2018
ښاغلي شهباز شریف وویل چې دغه ټگي برگي به د ملک ته سخت تاوان ورسوي. هغه دا هم وویل چې دا د پاکستان د تاریخ د تر ټولو بد انتخابات دي.
د مسلم لیگ نون گوند نه علاوه د پاکستان نورو گوندونو لکه د پیپلز او جماعت اسلامي گوند د ټگۍ برگۍ تورونه لگولي دي.
د سیاسي گوندونو نه علاوه د سیاسي چارو ځینې کارپوهانو او ژورنالستانو هم تور لگولی چې په انتخابات شفافه نه و.