د افغانستان څلور لوبغاړي آی پي ال سیالو ته ولاړل

محمد نبي او راشد خان به نن هند ته ورسیږي

د آی پي ال په سږنیو سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي لوبیږي. د دوشنبې په ورځ د راشد او ظاهر خان د لوبډلو ترمنځ لوبه ده.

ټاکل شوې چې نن سه شنبه (اپریل۳) محمد نبي او راشد خان له خپلې لوبډلې سنرایزر حیدراباد سره یو ځای شي.

مجیب ځدراڼ پرون دوشنبه هند ته روان شو او ظاهر خان مخکې ته تللی دی.

مجیب د پنجاب او ظاهر خان د راجستان له لوبډلو سره لوبیږي. دا لومړی ځل دی چې په یو وار څلور افغان لوبغاړي په آی پي ال کې لوبیږي. ظاهر خان له خپلې لوبډلې سره تمرینونه پیل کړي دي

محمد نبي او راشد خان لومړني افغانان وو چې په لومړي ځل تېرکال په آی پي ال کې ولوبېدل، وځلېدل او ډېرو مینوالو یې لوبه وستایله.

دا دوه افغان لوبغاړي د استرالیا په بګ بش، د بنګلدېش او ویسټ انډیز په تجارتي سیالیو کې هم ولوبېدل.

راجستان رایلز په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د "افغان زمري راشد خان او زموږ د سلطان ترمنځ لوبه" ده.

د آي پي ال سیالۍ د شنبې په ورځ (اپریل۷) پیلیږي او د محمد نبي او راشد خان د لوبډلې لومړنۍ لوبه په نهم تاریخ دی.