سعودي وایي ایران ته یې پیغامونه نه دي استولي

د سعودي عربستان د بهرنو چارو وزیر عادل الجبیر وایي چې د ایران د حکومت هغه ادعاگانې بی بنیاده دي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورته د نړیوالو مشرانو په وسیله پیغامونه استولي دي.

عادل الجبیر د سه شنبې په ورځ په پرله پسې ټویټونو کې د ایران ادعاگانې رد کړی.

ښاغلي الجبیر وویل چې ځینو ملگرو هیوادونو ورنه د روان تشنج په اړه د زغم نه د کار اخیستلو غوښتنه کړي وه چې د هغې په ځواب کې ورته سعودي ویلي و چې هغوي هم په سیمې کې تاوتریخوالي کمیدل غواړي او د ثبات هیله لري.

د ایران د حکومت ویاند یوه ورځ مخکې ادعا کړي وه چې ځینو نړیوالو مشرانو ورته د سعودي عربستان د ولیعهد پیغامونه رالیږلي دي.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د پیغامونو په اړه دغه ورستۍ څرگندونې پداسې وخت کې شویدي چې سعودي د تیلو په ټانکرونو (د سپتمبر د ١۴ نیټې) په بریدونو تور په ایران لگوي. ایران د سعودي دغه تورونه ردوي.

د سعودي د بهرنو چارو وزیر په یو ټویټ کې دا هم ولیکل چې خپلو ملگرو هیوادونو ته یې دا هم ویلي دي چې د تشنج د کمولو لپاره لمړنی گام دې هم باید هغه ملک واخلي چې په سیمې کې ورانکاري کوي.

الجبیر وویل چې د ایران په اړه یې نه یواځې ملگرو هیوادونو ته خپلې اندیښنې څرګندې کړیدي خو پدی برسیره یې په ملگرو ملتونو کې هم وینا کړیده.