ایران وايي ۱۲ بهایان یې د اسرائیل سره د اړیکو په تور نیولي

عکس: ار شیف

د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړی چې ایراني مقاماتو د بهايي مذهبي اقلیت ۱۲غړي د اسلامي جمهوریت له «لوی دښمن اسرائیل» سره د اړیکو په تور نیولي دي.

بهائیان، د ایران ترټولو لوی غیر مسلمان اقلیت، د بهاء الله تعلیمات تعقیبوي، چې په ۱۸۱۷ میلادي کال کې په پارس کې زیږیدلی او بهایان هغه پیغمبر او د خپل توحیدي عقیدې بنسټ ایښودونکی ګڼي.

ایران بهاییان "مرتد" ګڼي او اکثر هغوی اسرائیل ته په جاسوسۍ کولو تورنوي، ځکه چې ددې مذهبي ډلې نړیوال مرکز د اسرائیل په شمالي ښار حیفا کې موقعیت لري.

د ایران د دولتي تلویزیون ویپپاڼې رپوټ ورکړی چې: "د مازندران ولایت د استخباراتو عمومي ریاست د دغه ولایت په بېلابېلو ښارونو کې د بهايي صهیونیسټي سازمان ۱۲غړي پېژندلي او نیولي دي. "

ویبپاڼې ددغو نیول شویو کسانو په اړه ویلي چې "ددغه جاسوسي سازمان دوه تنه مشران د اسرائیل په حیفا کې د بهائیانو د عدلیې عالي شورا له لورې روزل شوي وو."

ایران، چې شیعه دولت ګڼل کېږي، د عیسویت، یهودیت او زرتشتیزم په شمول دیني اقلیتونه په رسمیت پیژني، خو بهایزم چې په ایران کې د اټکل له مخې ۳۰۰۰۰۰ پیروان لري، نه پیژني.

د ایران د استخباراتو وزارت وروستي ځل د اګست په لومړیو کې اعلان کړی و چې بهاییان یې د جاسوسۍ او د خپل مذهب د خپرولو د ناقانونه کار کولو په شک نیولي دي.

دغه وزارت همداشان ویلي وو چې دوی ته لارښوونه شوې وه چې "په بیلابیلو کچو کې په تعلیمي چاپیریال کې نفوذ وکړي، په ځانګړې توګه د ټول هیواد په وړکتونونو کې."

د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې یو پریکړه لیک تصویب او په ایران یې غږ وکړ چې د بهائیانو په شمول د مذهبي اقلیتونو په وړاندې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي او زیاته یې کړه چې پدغو سرغړونو کې "ځورونې، ډارول، تعذیب، په خپل سر نیونې او توقیف" شامل دي.

بهايي عقیده یو نسبتا عصري توحیدی مذهب دی چې په ایران کې یې روحاني ریښې د نولسمې پیړۍ پیل ته رسیږي. دوی د ټولو خلکو یووالي او مساوات ترویجوي.

بهايي ټولنه ادعا کوي چې په ټوله نړۍ کې له اوو میلیونو څخه ډیر لارویان لري.

دا رپوټ د فرانس پرس اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی