ایران : پاکستان دې تروریستانو ته د ځالې جوړولو اجازه نه ورکوي

د ایران د جنوب ختیځ ولایت سیستان – بلوچستان د راسک په سیمه کې د پولیسو په یو مرکز د تیرې جمعې د ورځې د تروریستي برید وروسته د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي برید کوونکي له ګاونډي پاکستان څخه ددغه برید لپاره ورغلي وو.

د ایران د پولیسو د معلوماتو له مخې د جمعې د ورځې ډسمبر۱۵( لیندۍ ۲۴) په برید کې لږ ترلږه د پولیسو ۱۱ صاحب منصبان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا د راپور له مخې ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د یکشنبې په ورځ ډسمبر۱۷( لیندۍ ۲۶) د برید له ځای څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د دوی پلټنې ښيي چې بریدګر له ګاونډي هیواد (پاکستان) څخه دغې سیمې ته ورغلي وو او د شپې په تیاره کې یې د پولیسو دغه مرکز ته ځانونه رسولي وو.

وحیدي وویل: "د پاکستان حکومت دې د خپلو سرحدونو څخه د ساتنې لپاره اقدام وکړي او ددې اجازه دې نه ورکوي چې تروریستي ډلې په دغه هیواد کې ځالې جوړې کړي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې ددغه برید عاملینو ته به سخته سزا ورکړي. د پاکستان حکومت د ایران د کورنیو چارو د وزیر دغو څرګندونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د راسک د پولیسو مرکز د ایران په جنوب لویدیځ ولایت سیستان- بلوچستان کې د زاهدان ۵۰۰ کیلومترۍ کې د پاکستان سره په سرحد کې دی.

دا برید د شپې پرمهال شوی چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې ددغه حکومت د مخالفو وسله والو تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.

د جیش العدل په نوم یوې ډلې په تلګرام کې په یوه لنډه بیانیه کې ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د جیش العدل ډله د یوې تروریستي ډلې په توګه د ایران د حکومت په تور لیست کې شامله ده.

د نړیوالو اړیکو یو افغان کارپوه رضا قاسمي د ایران د کورنیو چارو وزارت خبرداري ته په پاملرنې وايي چې دا هیواد د سیمې د نورو هیوادونو په څیر تل ګواښونه کوي.

قاسمي وویل: "د جیش العدل ډله د افغانستان د نیمروز په ولایت کې عملیاتي او فزیکي حضور لري، د جیش العدل د ډلې ترڅنګ له ۲۵ پورې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي او په دغه هیواد کې یې د روزنې او زده کړو مرکزونه پرانیستي دي او په پراخه کچه فعالیتونه کوي."

قاسمي وویل که د سیمې استخبارات د تروریستي ډلو د ملاتړ څخه لاس وانخلي نو کیدای شي دا به په ایران کې وروستی برید نه وي. هغه د دغو څرګندونو دمخه د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د جیش العدل د ډلې او د طالبانو سره د دغې ډلې اړیکو د لرلو ادعا کړې وه.

ښاغلي نبیل ادعا کړې چې جیش العدل ډلې د پاکستان د استخباراتو د ادارې په غوښتنه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس اشرف غني د رژیم له امنیتي ځواکونو څخه د نیمروز ولایت د نیولو په جګړه کې هم د طالبانو په پلوۍ برخه اخیستې وه.

خو دا ادعاوې په خپلواک ډول نه دي تائید شوي او د طالبانو حکومت هم په دې اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

زاهدان، چې په ایران کې یو له څو سني اکثریتي ښارونو څخه دی، د څو میاشتو راهیسې د خونړیو لاریونونو شاهد و.

د تیر ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د یو پولیس افسر لخوا پر یوې ځوانې نجلۍ د جنسي تیري د تور لګېدود راپورونو وروسته په دغه ښار کې لاریونونه پیل شوي و.