ایران: روحاني ته د سعودي پیغامونه را رسیدلي دي

د ایران د حکومت ویاند ادعا کړیده چې د سعودي عربستان ولیعهد د ایران ولسمشر حسن روحاني ته د ځینو نړیوالو مشرانو په وسیله پیغامونه استولې دي.

د ایران د حکومت ویاند دغه ادعا پداسې وخت کې کړیده چې د ایران او سعودي عربستان اړیکې سختې خرابې شویدي.

د سعودي ولیعهد د یکشنبې په ورځ یوې امریکایي خپرونې ته په مرکې کې ویلي و چې که نړیوال ورسره د ایران ضد متحد نه شو نو د تیلو بیې به بېسارې لوړې شي.

ولیعهد محمد بن سلمان دا هم وویل چې د ایران سره پوځي نه بلکه سیاسي حل غواړي.

رویټرز وایي چې د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي ویلي دي د ایران ولسمشر حسن روحاني ته د سعودي عربستان لخوا پیغامونه استول شویدي چې دغه د ځینو نورو ملکونو مشرانو رالیږلې دي.

هغه وویل چې که سعودي خپله رویه بدلوي نو هغوي به هم ورته هرکلی ووایي.

هغه پدې اړه څه و نه ویل چې په دغه پیغامونو کې څه غوښتل شوي یا چې دغه د چا په وسیله استول شویدي.