ایران سویډن ته: د قران د سوځولو په ضد اقدام وکړئ

ایراني مقامات وايي سویډین ته یې ویلي دي، مخکې تر دې چې د دواړو هېوادونو سفیران بېرته اړوندو هېوادونو ته ستانه شي، استاکهولم باید د قران سوځونې د پېښې په اړه اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه سپتمبر ۲۴ (میزان دویمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې وزیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر توبایس بیلستروم سره په دې اړه غږېدلی دی.

په دغې اعلامیې کې د عبداللهیان له خولې لیکل شوي: «د سفیرانو د تبادلې په اړه، موږ په سویډن کې د قران سوځونې د موضوع په اړه یو ښه اقدام ته منتظر یو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو شخصي ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې «په نیویارک کې په خپل ځای کې د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر کوربه وم. د قران کریم د سپکاوي د تداوم په اړه مې اعتراض وکړ او دیني ‌ارزښتونو ته د درناوي د ضرورت لپاره مې د سویډن د مسئولیت پذیرۍ اړتیا جدي یاده کړه.»

په تېرو څو میاشتو کې په سویډن کې په اسلام باندې د اعتراض په لړ کې د قران یوه نسخه سوځول شوې ده او ورته سپکاوی شوی. د سویډن حکومت دا کار غندلی، خو وايي د بیان د ازادۍ د قانون په اساس د دې کار مخه نشي نیولای.

دا مطلب هم ولولئ

ډنمارک د قران په سوځولو بندیز لګوي

ایران د جولاۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې په سویډن کې د خپل مخکني سفیر د ماموریت تر اختتام وروسته نوي سفیر ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې. څو ورځې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ملګرو ملتونو په عمومي‌ غونډه کې د قران یوه نسخه پورته کړه او ویې ویل دا په هېڅ صورت کې نشي سوځول کېدای بلکې په خبره یې، دا یوه الهي لارښوونه ده، چې نړۍ ته هدایت کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا خبره هم کړې ده، چې په سویډن کې د ارزښتونو ساتل باید د نړۍ د دوو میلیون مسلمانانو د ارزښتونو له پامه غورځول نه وي. نوموړي همدغه راز له سویډن څخه غوښتي چې د ایران یو وګړی حمید نوري باید له زندان څخه خوشې کړي.

نوري په ۲۰۱۲ کال کې ونیول شو او په ۱۹۸۸کال کې د تهران په دستور د زندانیانو په اعدامونو کې د لاس لرلو په تور په ابدي زندان محکوم شو.