ایران هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر بیرته شړي

له ایران څخه د افغان مهاجرو ایستل

مرستندویه ټولنو او عیني شاهدانو ویلي چې ایراني مقامات هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر پرته له دې چې په افغانستان کې لوږې او فقر ته پام وکړي، له سرحد نه بریته خپل هیواد ته شړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د بهرنیو مرستو د دریدلو، او په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د پانګو د کنګل کیدو په دلیل د سخت اقتصادي او بشري کړکیچ سره مخامخ دی، خو له ایران څخه په جبري توګه د افغان مهاجرو د ایستلو بهیر روان دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د خورا سخت بشري ناورین سره لاس او ګریوان دی او ددې هیواد څه دپاسه نیمایي نفوس د خوراکي توکیو له کمبود سره مخامخ دی.

یو شمیر هغو کسانو چې له ایران څخه ایستل شوي د رویترز او فرانس پرس خبري اژانسونو ته ویلي چې د افغانستان پولې ته له انتقالیدو دمخه په ایران کې په ګڼه ګوڼه او چټلو توقیف خانو کې ساتل شوي او ایراني مسولینو ورسره بد چلند کړی دی.

۱۹ کلن عبدالصمد، چې افغانستان ته له بیرته لیږولو دمخه په ایران کې ساختماني چارو کې کار کاوه د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې ایراني مسولین افغان مهاجر "انسانان نه ګڼي" او ادعا یې کړې چې په توقیف څای کې پدې خاطر چې د پولې څخه د تیریدو لپاره یې کرایه نه درلودله د ایراني مسولینو له لورې وهل شوی او ټکول شوی دی.

بل افغان مهاجر عبدالصمد ادعا کوي چې ایراني مسولین د هغو افغانانو لاسونه او سترګې تړي چې له سرحد نه یې اړوي او هغوی توهیم او تحقیر کوي. که څه هم چې ددغو افغان مهاجرو ادعاوی په خپلواکه توګه ندي تائید شوي او د ملګرو ملتونو مسولینو هم پدې هکله د فرانس پرس خبري اژانس پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې یواځې په روان کال کې څه دپاسه یو میلیون افغان مهاجر له پولژ رااړول شوي دي. ددې ادارې شمیرې ښيی چې یواځې د اکتوبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې ۲۸زره افغان مهاجر له ایران نه شړل شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان رئیس انتونیو ویتورینو، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي هیواد ته د افغان مهاجرو د مخ په زیاتیدونکي بریته لیږولو سره د افغانستان په وړاندې پرتې ننګونې نورې هم پیچلې کوي او اکثر هغوی "مفلس او روغتیایي ملاتړ او غذا ته اړ" دي.

ددغه بنسټ مسولینو چې د افغانستان-ایران په پوله د د بیرته استول شویو کسانو سره مرسته کوي، د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې په روان کال کې ۳۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان په جبري توګه بریته افغانستان ته لیږل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په افغانستان کې "سخت ناپایداره وضعیت" ته په اشارې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتي چې د افغان مهاجرو اجباري ایستل ودروي.