ایران څلور کسان 'اسرائیل ته د جاسوسۍ' په تور اعدام کړل

له چین وروسته په ایران کې هر کال ترټولو زیات خلک اعدامیږي.

د ایران قضائیه قوې د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) وویل چې حکومت یې څلور کسان "اسرائیل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام کړي دي.

د ایران د قضائیه قوې سره تړلي د میزان وبسایټ په راپور کې ویل شوي چې "نن سهار د صهیونیستي جاسوسي سازمان پورې د تړلي یوې ډلې د هغو څلورو غړو د اعدام حکم عملي شو چې په اصفهان کښې د بمي بریدونو د پلان کولو په تور نیول شوي وو."

د ميزان د راپور له مخې: "د موساد جاسوسي ادارې له خوا ګومارل شوې عملياتي ډله چې د دفاع وزارت اړوند د دفاعي تجهيزاتو او د توغنديو د توليد په يوه کارخانه کې يې د بم د ښخولو پلان درلود، ونيول شوه."

دغه کسان د ۲۰۲۲ په جولای کې نیول شوي وو او نومونه یې محمد فرامرزي، محسن مظلوم، وفا اذربار او پژمان فتحي ښودل شوي دي.

ایران تور پورې کړی چې دا کسان له یادو عملیاتو "څه ناڅه یو نیم کال وړاندې" د موساد له خوا ګومارل شوي... او د پوځي روزنې دپاره افریقايي هېوادونو ته لیږل شوي وو."

د نوموړو د اعدام حکم د ۲۰۲۳ په سپتمبر کې صادر شوی و.

د ۲۰۲۳ په اګست کې، ایران ادعا وکړه چې د موساد لخوا پلان شوې یوه "خورا پیچلې" پروژه یې شنډه کړې چې موخه یې د ایران د بالستیک توغندیو د صنعت "سبوتاژ" و. څو میاشتې وړاندې، د فبرورۍ په میاشت کې، تهران پر اسرائیل تور پورې کړ چې په اصفهان کې پر یو پوځي مرکز د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لاس لري.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د لسیزو راهیسې تاوتریخوالی روان دی او ایران په مکرر ډول تور پورې کړی چې اسرائیل او د دغه هېواد ملاتړی متحده ایالات په سیمه کې ناکرارۍ ته لمن وهي.

له چین وروسته ایران په نړۍ کې تر ټولو زیات اعدامونه تر سره کوي. د ایران د بشري حقونو ادارې د راپور له مخې، دغه هېواد یوازې په ۲۰۲۳ کال کې له ۶۰۰ ډېر کسان اعدام کړي دي.