طالبان وايي ایران ۱۰۰ نور افغان بندیان هم ور سپارلي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ایران سره ددغه حکومت د موافقې له مخې ایراني چارواکو ۱۰۰ نور افغان بندیان د دواړو هیوادو په سرحدي سیمه کې دغه حکومت ته سپارلي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا ۲۲) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې دا بندیان د یکشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د ابریشم بندر له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي:" د ایران اسلامي جمهوریت سره د شوي توافق له مخې د بندیانو د انتقال په لړ کې یو ځل بیا ۱۰۰ افغان بندیان د نیمروز ولایت د ابریشم بندر له لاري افغان ته حکومت ته وسپارل شول".

ایران ددې دمخه هم په دغه هیواد کې یو شمیر افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي وو. خو دا بندیان د تهران او کابل ترمنځ د هلمند د اوبو د ویش د حقابې په سر د جنجال وروسته د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي.

تیره میاشت د هلمند د سیند د اوبو د حقابې په سر جنجال د ایراني او طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ تر وسله والو نښتو پورې رسیدلی و، چې پکي دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم رسیدلې وه.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د جون د روانې میاشتې په سر کې د ایران له 'صدا او سیما' دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي و، چې هېواد یې د هلمند سیند د اوبو د ویش (حقابې) پر مسلې د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دی او دا خبرې ښې روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه د افغانستان په چارو کې د ايران له ځانګړي استازي سره د 'طالبانو د حکومت پلاوي' خبرې اترې مثبتې او د منلو وړ دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د مۍ ۲۰ (ثور ۳۰) خبریالانو ته په یوه استولې ویډیوي وینا کې ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې وروسته له ایران څخه د زرو په شاوخوا کې هغه بندیان، چې د ښاغلي تکل په وینا دوسیې باید په افغانستان کې وڅیړل شي افغانستان ته انتقال شوي دي.

احمد ضیا تکل دا هم ویلي و، چې ایران موافقه کړې، چې پرهغو ۲۰۰ افغان بندیانو باندې چې په دغه هیواد کې په اعدام محکوم شوي ړو، پر هغوی به د اعدام سزا نه تطبیق کیږي. خو ضیا احمد تکل دا نه دي ویلي، چې دغو بندیانو ته سزا معاف شوې او که د اعدام سزا یې بلې سزا ته بدله شوې ده.

د راپورونو له مخې په ایران کې اکثره افغان بندیان د قانوني اسنادو نه لرلو ترڅنګ د نشه یي توکو د قاچاق اوپه نورو جنايي جرمونو بندیان شوي دي. ځینو رسنیو په راپورونو کې ویلي وو، چې په ایران کې په بندي افغانانو کې د پخواني رژیم یو شمیر هغه پوخیان هم شته دی، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته له افغانستان څخه دغه هیواد ته تښتیدلي و.

د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د شمیر په اړه کره معلومات نشته دی. خو د رپوټونو له مخې په زرګونو افغانان ددغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.

ایران د افغانستان پخواني رژیم سره د بندیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې په وروستیو کلنو کې په سلګونو افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي و.

کابل کې د ایران پخواني سفیر بهادر امنیان د ۱۳۹۹ لمریز کال د قوس په میاشت د پخواني رژیم د عدلیې وزیر سره په کتنه کې د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو شمیر تر ۲۰ زرو پورې ښودلی و.