د لاس رسي وړ اتصالات

رضا پهلوي د ایراني ساتونکو وژل کیدو ته په غبرګون کې طالبان تروریستان بللي


شاهزاده رضا پهلوي (ارشیف)
شاهزاده رضا پهلوي (ارشیف)

د ایران د وروستي پادشاه زوی شاهزاده رضا پهلوي د طالبانو سره د ایراني سرحدي ساتونکو په جګړه کې د وژل شویو ایراني ساتونکو د کورنیو غړو سره د خواخوږۍ د ښودلو په ترڅ کې طالبانو ته د تروریستانو خطاب کړی دی.

د ایراني سرحدي ساتوونکو او د طالبانود ځواکونو ترمنځ نښتې د شنبې په ورځ مۍ ۲۷ (جوزا شپږم) پیل شوې، چې په پایله کې یې دوه ایراني سرحدي ساتوونکي او د طالبانو د ځواکونو یو ساتوونکی ووژل شو. دواړو ګاونډیو هیوادونو پریو بل د جګړې د پیلیدو پړه اچولې ده.

شاهزاده رضا پهلوی د خپل ټویټر کې د ایران اسلامي جمهوریت رژیم ددغه هیواد د " پیاوړي پوځ" د کمزوري کیدو لامل ګڼلی او ویلي دي،چې دا کار ددی سبب شوی، چې د ایران وسله وال ځواکونه " نن تروریستانو ته د مناسب ځواب په ورکولو کې پاتې راشي" چې پر ایران یې تعرض کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایراني سرحدي ځواکونو د ملامتولو په ترڅ کې ویلي، چې افغانستان د هیڅ کوم خپل ګاونډي سره جګړه نه غواړي.

په عین حال کې د ایران د ځواکونو د قومندانۍ سرپرست قاسم رضايي د یکشنبې په ورځ وویل:" د شواهدو او قراینو پر اساس د طالبانو ځواکونه د پرون د جګړې او ډزو پیلوونکي وو".

په تیرو ۲۰ میاشتو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي د ایران او افغانستان د سرحد په اوږدو کې څوځلې نښتې شوي دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد په اوږدو کې دا تاوتریخوالی د هلمند د سیند د اوبو د حقابې په اړه د ایران د جمهور رئیس ابراهیم ريسسي د خبرداري وروسته رامنځ ته شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا ډله د هلمند د اوبو د حقابې په برخه کې ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون ته ژمنه ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو غوښتي، چې دا مسله دې نه سیاسي کوي. امیرخان متقي تیره اونۍ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د خبرو له لارې ددې مسلې د هوارولو لپاره چمتوالی وښود.

XS
SM
MD
LG