یو ځل بیا له ایران څخه ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو بهیر چټک شوی

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې له ایران څخه په یوه ورځ کې څلور زره او دیارلس افغان کډوال وطن ته ستانه شوي، چې دوه زره او ۹۷۳ تنه يې د دغه هیواد له خوا په جبري ډول ایستل شوي دي

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته اپریل ۲۱ ( ثور اول) ویلي چې د دغو ستانه شوو افغان کډوالو زیات شمیر یې په غیرقانوني ‌ډول ایران ته تللي وو، چې ددغه هیواد د پولیسو له خوا نیول شوي او بیرته افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس د حمل د میاشتې له ۲۳ څخه تر ۲۹ مې ورځې پورې په اوسط ډول هره ورځ دوه زره افغان کډوال له ایران څخه یا په خپله خوښه ستانه شوي او یا هم د دغه هیواد له خوا شړل شوي دي.

دغه وزارت وايي په دغه موده کې اوه زره او ۸۱۹ تنه د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته په جبري او یا هم په داوطلبانه ډول ستانه شوي دي. په ستنو شوو افغانانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت شمیرني ښيي، چې له ایران څخه یو ځل بیا افغانستان د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دغه وزارت وايي ستنیدونکو افغانانو سره د ستنیدلو پر مهال په سرحد کې مهاجرت د نړیوالې ادارې "آی او ایم" له مرستې شوي دي.

د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزات د معلوماتو پراساس تیره میاشت له ایران څخه افغانستان ته ټول ۲۸ زره افغان کډوال وطن ته ستانه شوي وو، چې اکثریت یې په جبري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته شړل شوي وو.

څو اونۍ وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو سره د یو شمیر ایراني اوسیدونکو د ناسم چلند په اړه رپوټونه خپاره شوي وو، چې له امله یې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د افغانانو له خوا د ایران په خلاف لاریونه شوي و.

لاریون کوونکو په کابل کې د ایران سفارت او په هرات کې د دغه هیواد په قنسلګرۍ باندې د ډبرو ګوزارونه هم کړي و.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خړپړ کیدو وروسته د اپریل د میاشتې په ۱۸ مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د دغو ستونزو په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې.

ټاکل شوې د طالبانو د حکومت یو پلاوی به ژر ایران ته سفر وکړي او ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو د ستونزو په ګډون د دیپلوماتیکي نمایندګیو او ديپلوماتانو د امنیت پر مسلو خبرې وکړي.

ایران ویلي چې په وروستیو میاشتو کې دغه هیواد ته د افغان کډوالو د تللو بهیر ډیر زیات چټک شوی دی. ایران د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دغه هیواد ته دې دغیر قانوني کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.