په سوریې کې د ایران مداخله نه منو- اسرایل

د اسرایلو صدراعظم نتن یاهو د یکشنبې په ورځ وویل چې په سوریې کې ایران ته د دې اجازه نه ورکوو چې پوځي حضور ولري.

صدراعطم نتن یاهو دغه پیغام په واشنگټن کې د بروکنگز په څیړنیز مرکز کې یوې غونډې ته د هغې نه یوه ورځ وروسته ورکړیدی چې د اسرایلو یوې الوتکې په دمشق کې د ایران په یوې مشکوکې اډې حمله وکړه. داسي ښکاري چې په منځني ختیځ کې د اسرایلو او ایران ترمنځ یوه بله لانجه جوړه شویده.

نتن یاهو وویل "زه به د اسرایلو پالیسي یو ځلې بیا تکرار کړم. مونږ به داسې رژیم ته چې غواړي اسرایل ختم کړي، اجازه ورنکړو چې اتومي وسلې ولري. مونږ به اجازه ورنکړو چې ایران په سوریې کې پوځي حضور ولري. داسې ښکاري چې ایران دغه کار د اسرایلو د تباه کولو لپاره کوي."

نتن یاهو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له قوله وویل چې "د ایران روحاني مشر ایات الله خامینایي د منځني ختیځ هټلر دی".

نتن یاهو زیاته کړه چې ایران غواړي په سیمه کې ویره خپره کړي او خپل زیات ته نفوذ زیات کړي.

د نتن یاهو دغه پیغام په داسې وخت کې خپور شویدی چې د سعودي عربستان او د اسرایلو د اړیکو ښه کیدو په باره کې رپورټونه خپاره شویدي.