پزشکیان وايي د عراق سره یې د اړیکو پراخولو ۱۴ تړونونه لاسلیک کړل

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان (چپ) او د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان چهارشنبې سپتمبر ۱۱ (وږي ۲۱) عراق ته د سفر پر مهال وویل چې له خپل دغه ګاونډي هېواد سره یې ۱۴ تړونونه لاسلیک کړي دي.

پزشکیان چې د عراق د صدراعظم محمد شیاع السوداني ترڅنګ ولاړ وو، وویل، "د ایران او عراق ترمنخ د همکارۍ ۱۴ لوزنامې لاسلیک شوې، کوم چې د همکاریو د پراخولو پیل دی."

واک ته د رسېدو راهیسې دا د پزشکیان لومړنی بهرنی سفر دی. هغه همدارنګه وویل چې له عراقي مشرانو سره یې "د داسې ستراتیژیکو او اوږدمهالو پلانونو په اړه بحث کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به لا پراخې کړي."

هغه وویل: "که موږ متحد شو نو اور ته له غورځېدو به وژغورل شو."

د ایران او عراق ترمنځ، چې په دواړو هېوادونو کې اکثریت وګړي شیعه ګان دي، له هغه راهیسې اړیکې پیاوړي شوي چې په ۲۰۰۳ کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو د صدام حسین سني اکثریت اقتدار پای ته ورساوه.

پزشکیان له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا خپل لومړیتوب بللی او هڅه کوي چې په نړیواله ټولنه کې د ایران انزوا او پر تهران باندې د امریکا په مشرۍ د اقتصادي بندیزونو اغیزې کمې کړي.

ایران د عراق ترټولو ستر سوداګریز ملګری دی او پر بغداد یې خپل سیاسي نفوذ په داسې حال کې پراخ کړی چې عراقي متحدین یې د عراق په پارلمان او حکومت کې اکثریت جوړوي.