په ایران کې د جمهوري ریاست کاندیدان مشخص شول 

د ایران د جمهوري ریاست انتحابات بله میاشت د جون په ۱۸ کیږي

د ایران د ټاکنو د تنظیم ادارې د دغه هېواد د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اوه کاندیدان تائید کړل.

د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکې جون میاشتې په ۱۸ کیږي.

په دغو کاندیدانو کې د ایران د قضايي قوې مشر ابراهیم رئیسي‌ هم شامل دی. د انتخاباتو د څار ادارې ډېر نور کاندیدان رد کړي دي.

ابراهیمي رئیسي د ایران مذهبي‌ مشر ایت الله علي خامنه یي ته ډېر نژدې کس بلل کیږي. ښاغلي رئیسي په ۲۰۱۷ په انتخاباتو کې ماتې خوړلې وه.

اصلاح غوښتونکي او د بشري حقونو فعالان وايي چې رئیسي یو سخت دریځه قاضي دی او په ۱۹۸۰ کلونو کې د هغو څلورو قاضیانو په ډله کې و چې سلګونو سیاسي فعالانو ته یې د مرګ سزا ورکړې وه.

د ایران د دولتي‌ تلویزون د راپور په اساس په شپږو نورو کاندیدانو کې د ایران د اتومي پروګرام پخوانی مرکچي سعد جلیلي، د ایران د سپاه پاسداران پخوانی قوماندان محسن رضايي،‌ دوه پخواني وکیلان علي رضا زاکاني او امیر حسین قازي زاده، د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي او یو پخوانی والي محسن مهرعليزاده شامل دي.

د ایران د ساتونکو شورا، ولسمشر حسن روحاني‌ ته نژدې د پارلمان پخوانی مشر او محافظه کاره علي لاریجاني‌ ته اجازه ورنکړه چې کاندید شي.

دغې شورا همدغه راز د ولسمشر مرستیال اسحق جهانګیري او پخوانی سخت دریځی ولسمشر محمود احمدي نژاد هم رد کړي دي.

ایران بله میاشت د جون په ۱۸ټاکنې لري‌ چې د ولسمشر حسن روحاني ځای ناستی انتخاب کړي.

اوسنی ولسمشر حسن روحاني دوه دورې د ایران جمهور رئیس و او د ایران د قانون له مخې نشي کولی چې بیا ځان کاندید کړي.

په ایران کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو نوملیکنه د سه شنبې په ورځ پیل شوه ‌ خو اندېښنې دا دي چې د اقتصادي ستونزو له کبله به ښايي په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر زیات نه وي.