د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: امریکا بندیزونه لرې کوي 


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات تیار دي چې پر ایران باندې لګیدلي بندیزونه لرې کړي.

ښاغلي روحاني د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوایي ۳۰) د کابینې غونډې ته په وینا کې چې د ایران د دولتي تلویزیون له لارې خپریدله، ادعا وکړله چې د امریکا متحده ایالات ایران کې پر تیلو، بانک او حمل و نقل باندې د لګول شویو بندیزونو لرې کولو ته تیار دي.

هغه وویل: "په ویانا کې خبرې په جزیي موضوعاتو دي. هغوی منلي چې د ایران د تیلو، حمل او نقل او همداشان پر مرکزي بانک اړوند بندیزونه او نور [بندیزونه] لغو کړي."

دا پداسې حال کې دي چې اروپایي دپلوماتانو ویلي چې سخت مسایل پاته دي او نشي کیدای چې د خبرو بریا تضمین شي.

د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس عباس عراقچي هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې یو شمیر "اصلي موضوعات" زیات بحث ته اړتیا لري.

خو د اروپایي ټولنې مقاماتو چې د مذاکراتو مشري کوي، د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۹وویل چې ډاډمن دي چې یوه موافقه به ترلاسه شي.

پدې ترڅ کې یو بل لوړپوړي ایراني مقام ددې هیواد د پرس تلویزیون ته وویل چې واشنګټن نه غواړي "د تیلو، بانک، شتمنیو او انرژۍ اړوند بندیزونه په بشپړه توګه تعلیق کړي".

خو زیاته یې کړه چې: "واشنګټن نیت لري چې یو لړ بندیزونه په موقتي توګه، د اوږدې مودې په ترڅ کې او په مختلفو پړاونو کې تعلیق کړي."

ایران او نړیوال ځواکمن هیوادونه د اپریل د میاشتې راهیسې د ایران د اتومي تړون د بیرته راژوندي کولو هڅه کوي. ددغو مذاکراتو هڅه داده چې هم ایران او هم امریکا د ۲۰۱۵کال په توافق کې درج شویو ژمنو ته بیرته مخه کړي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس په ۲۰۱۸کې له دغه تړون څخه ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول. ایران هم د اټومي تړون نه د امریکا له وتلو وروسته ددغه تړون له زیاتو مواردو سرغړونه وکړه.

ښاغلي روحاني دغه څرګندونې پداسې حال کې کړي چې د ایران د جمهوري ریاست انتخاباتو ته څو اونۍ پاته دي او هغه هڅه کوي چې د اټومي تړون په بیرته راژوندي کیدو سره ځان ته نژدې مینځمهاله کاندیدان غښتلي کړي.

XS
SM
MD
LG