پاکستان کې د ځمکې په سر قومي شخړو کې ۳۵ کسان وژل شوي

مقامات وايي چې په شخړې کې زخمي کسان د پاړه چنار روغتون ته انتقال شوي

د پاکستان په لویدیځ کې د ځمکې په سر شخړې په مذهبي تاوتریخوالې اوښتې او په تېرو پنځو ورځو کې حد اقل ۳۵ کسان پکې وژل شوي او ۱۶۶ نور ژوبل شویدي.

یو امنیتي چارواکي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ۳۰ شیعه ګان دي او د جګړې دواړو اړخونو په یو بل باندې د هاوانونو او ماشیندارو ډزې کړې دي.

چارواکي وايي اکثریت زخمیان د پاړه چنار روغتون ته انتقال شوي دي.

په سیمه کې یو پولس چارواکی مرتضا حسین ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د مدګي د سنیانو او د مالي خېل د کلي د شیعه ګانو ترمنځ د ۷۰ جریبه ځمکې د مالکیت د دعوې د حل په اړه قومي جرګه وه چې په کې ډزې شوې دي.

حسین وویل چې په جرګې کې په ډزو کې چاته زیان نه دی اوښتی و، خو دغو ډزو په کرم کې د دوو مذهبي‌ ډلو ترمنځ پخوانۍ تربګني بیا راژوندۍ کړې ده.

دا شخړه ډېره ژر د بالشخیل، خوار کلي، سنګین، غوزګري، علیزي، سپین شګي او پیوار ته خپره شوې ده.

چارواکي او قومي مشران هڅه کوي چې د دواړو خواو ترمنځ جرګه وکړي خو لا بریالي شوي نه دي. یو چارواکي وویل چې د پاړه چنار په شاوخوا کې جګړه روانه ده او د پاکستان امنیتي‌‌‌ ځواکونو سیمه محاصره کړې ده.

د سیمې یو اوسېدونکي حشمت علي ویلي دي لا معلومه نه ده چې چا په جرګې باندې ډزې کړې دي. په پاکستان کې قومي او شخصي تربګنۍ له پخوا څخه شته.

دا مطلب د فرانس پرس او مشعل راډیو د راپورونو په اساس لیکل شو.