خامنه یي وایي د جنگ احتمال نشته، خو باید چمتو اوسو

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ٢) وویل چې د جگړې احتمال نه لیدل کیږي، خو د ایران وسله وال ځواکونه باید خپله دفاعي وړتیا نوره هم زیاته کړي.

د ښاغلي خامنه یي په ویبپاڼه کې د هغه له خولې لیکل شوي چې "ایت الله خامنه یي پدې ټینگار کوي چې د سیاسي محاسبې له مخې د پوځي جگړې امکان نه لیدل کیږي خو وسله وال ځواکونه باید هوښیار اوسي او د وسایلو او افرادو له درکه خپل ظرفیت لوړ کړي."

ایران د شنبې په ورځ خپل هغه پلانونه په ډاگه کړل چې غواړي د بالستیک او کروز میزایلو ظرفیت لوړ کړي او نوې جنگي الوتکې او اوبټلونه ترلاسه کړي ترڅو دفاعي ځواکونه یي غښتلي شي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني تیره میاشت ویلي وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي تاقت دی چې واشنگټن له برید نه ډډه کوي.

له بلې خوا ایراني، عراقي او غربي منابعو د رویټر اژانس ته ویلي دي چې ایران خپل بالستیک میزایل په عراق کې خپلو شیعه متحدینو ته انتقال کړي او په عراق کې ددغو میزایلو د تولید ظرفیت نور هم لوړوي.

ایران د رویترز دغه رپوټ رد کړی او ویلي یې دي چې ددې رپوټ هدف د گاونډیو هیوادونو سره د ایران د اړیکو خرابول دي. خو د عراق حکومت او پوځ سمدستي پدې اړه له تبصرې نه ډډه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل ټویټر کې پدې هکله لیکلي دي چې "پوره اندیښمن" دی چې ایران عراق ته بالستیک میزایل لیږدولي. هغه د عراقي مشرانو نه غوښتي چې ډیر ژر یو نوی حکومت جوړ کړي.

اژانس وایي هر ډول داسې نښه نښانه چې عراق ته د ایران د میزایلو لیږدول ثابت کړي د تهران او واشنگټن ترمنځ کړکیچ ته به نوره هم لمن ووهي چې د ایران د اټومي ټرون نه د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د وتلو په وجه رامنځ ته شوی.