د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اټومي مذاکراتو لپاره د فرانسې غوښتنه رد کړه


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ددې هیواد د اټومي پروگرام په هکله د مذاکراتو لپاره د فرانسې غوښتنه رد کړله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ددغې غوښتنې په ردولو او د امریکا د متحده ایالاتو د نوم له ذکر کولو پرته همداشان ویلي دي چې د فرانسې یو شمیر شریکانو د "له حده زیاته زورگویي" کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي همداشان تاکید کړی چې هیواد یې اړتیا نلري د ٢٠١٥ کال اټومي موافقې په اړه بیا مذاکره وکړي.

"پداسې حال کې چې د ایران او د نړۍ د نورو قدرتونو د هڅو او کوښښونو نتیجې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر د یو شمیر شریکانو له خوا په زور او د اضافي غوښتنو په وجه نقض کیږي او دوی یې په وړاندې ناتوانه دي او همداشان اروپایي مشرانو هم تر ډیره یواځې د سیاسي موضع په اعلانولو اکتفا کړې ده او د یو نړیوال تړون د ساتنې لپاره - چې د اوسني عصر د مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي - د لازمو ضمانتونو لپاره د پام وړ اقدام په کولو ندي توانیدلي، د مذاکرې لپاره او هغه هم د ناوړه موضوعاتو د مذاکرې لپاره د ضرورت، اعتبار او باور دلیل نه پاته کیږي".

د ښاغلي قاسمي څرگندونې یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودغیان، له تهران وغوښتل چې د اټومي تړون د راتلونکې، بالستیک مزایلو او په سوریه او یمن کې د ایران د رول په هکله دې مذاکراتو ته تیار شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر د غوښتنې په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې فرانسه او نړیواله ټولنه خبره ده چې ایران په سیمه کې د "سولې، نړیوال امنیت او د سخت دریځۍ او ترهگرۍ ضد سیاست" پرمخ بیایي.

XS
SM
MD
LG