د ایران ولسمشر او د سعودي ولیعهد ټیلیفوني خبرې وکړې

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان د چهارشنبه په ورځ،‌ د اکتوبر ۱۱( تلې۱۹مه) د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د وروستي شخړې په اړه ټیليفوني خبرې وکړې.

د چین په منځګړیتوب د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو تر بیا رغیدو وروسته، دا د دواړو مشرانو ترمنځ لومړی ټیلیفوني اړیکه وه.

د رویټریز خبري آژانس د ایران دولتي رسنیو په حواله لیکلي چې، په دغه ټیلیفوني‌خبرو اترو کې چې ۴۵ دقیقې یې دوام درلود، د ایران ولسمشر او د سعودي ولیعهد ترمنځ د "فلسطین په اړه مهمې خبرې اترې او د جګړې د پای ته رسېدو پر اړتیا" بحث او خبرې وشوې.

بلخوا د ولسمشر رئیسي ددفتر د سیاسي چارو مرستیال،‌ محمد جمشیدی د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه خبرو په اړه لیکلي: " د ایت الله رئیسي او ښاغلي محمد بن سلمان ترمنځ په لومړۍ ټیلیفوني اړیکه کې د فلسطین او د جنګي جنایتونو د بندیدو په اړه مهمې خبرې وشوې."

په ورته وخت کې د سعودي دولتي خبري اژانس هم ویلي دي چې، د سعودي ولیعهد هم په خپل وار پر دې خبرې ټینګار کړی دی، چې "سعودي عربستان د ټولو نړیوالو او سیمه ایزو لورو سره پوره هڅه کوي، ترڅو د روان تاوتریخوالي مخه ونیول شي."

د سعودي د دولتي خبري اژانس وړاندې لیکلي دي چې، محمد بن سلمان پر دې‌ ټکې ټینګار وکړ چې سعودي عربستان پر ملکي وګړو د هر راز بریدونو د ژر تر ژره دریدو غوښتونکی دی.

همداراز د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، د یکشنبې په ورځ، په غزې تړانګه کې د تاوتریخوالي او جګړې د پای ته رسیدو او د اسرائیلي پوځ او حماس ډلې ترمنځ د نښتو د ژر تر ژره د پای ته رسیدو غوښتنه کړې وه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼۍ کې چې د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې خپور شو، ویل شوي دي:"چې سعودي عربستان د یو شمیر فلسطیني ډلو او اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو ترمنځ وضعیت له نږدې څاري."

د تهران او ریاض د مشرانو ترمنځ دا ټيلیفوني خبرې پداسې حال کې کیږي‌، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان د روان کال د اګست پر ۱۷مه نېټه، له سعودي عربستان سره د اړیکو له اوه کلن پریکون وروسته هغه هېواد ته ولاړ او له خپل سعودي سیال شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره یې په کتنه کې پر یووالي او د خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ.

امير عبداللهيان له خپل سعودي سيال شهزاده فيصل بن فرحان سره په يو خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ اړيکې "په سم لوري روانې دي."

د تهران او ریاض ترمنځ له روغې جوړې وروسته دا د ایران سیمه ییز سیال سعودي عربستان ته د ایران د یو لوړپوړي چارواکي لومړی سفر و.

په دغه کتنه کې د ایران لوړ رتبه دپلومات په داسې حال کې د فلسطین په ملاتړ ټینګار وکړ، چې ریاض له متحده ایالاتو سره په خبرو اترو بوخت دی، چې د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ او په مشهد کې پر یوه بله قونسلګرۍ د اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د سعودي عربستان پر دپلوماتیکو دفترونو برید لږ وروسته له هغه وشو چې ریاض یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر او ۴۶ نور کسان اعدام کړل.

خو ايران او سعودي عربستان د مارچ په لسمه نېټه د چين په منځګړيتوب موافقه وکړه چې له کلونو کړکېچ وروسته خپلې دپلوماتيکې اړيکې بيا پيل کړي او په دواړو هېوادونو کې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي.