علي خامنه‌يي خوندي ځای ته لېږدول شوی دی – رویټرز

د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه يي

د جمعې په ورځ پر بیروت د اسرائيل ځواکونو په هوايي برید کې د حز‌ب‌الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته رویټرز د دوو سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په هېواد کې دننه یو خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

دغو سرچینو ویلي چې ایران د نورو اقداماتو د ترسره کولو په موخه، د لبنان له حز‌ب‌الله او نورو نیابتي ډلو سره په دوامداره توګه په تماس کې دی.

د لبنان حزب‌الله او د اسرائيل پوځ د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه) د لبنان د پلازمینې بیروت په جنوبي څنډه کې د حز‌ب‌الله پر مرکزي دفتر باندې هوايي برید کې د دغې ډلې د مشر حسن نصرالله وژل تائيد کړي دي.

حزب‌الله په یوې اعلامیه کې وویل: "د حزب‌الله عمومي منشي سید حسن نصرالله چې شاوخوا ۳۰ کاله یې ددغه ډلې رهبري وکړه، له خپلو لویو او تلپاتې شهیدانو ملګرو سره یوځای شوی دی."

د ایران د بهرنیو چارو وزرات د شنبې په ورځ وویل چې د حزب‌الله او اسرائيل ترمنځ د پولې په اوږدو کې له یو کلنې نښتو وروسته پر بیروت د اسرائيل په هوايي برید کې د حسن نصرالله پر وژل کېدو سربېره به د هغه لارې ته دوام ورکړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي: "د سید حسن نصرالله د مقاومت ویاړلې لاره به دوام ومومي او د قدس د ازادی لپاره به د هغه ارمان پوره شي،‌ انشا‌ءالله."

خامنه‌يي د اسرائيل پر "لنډپاري" سیاست نیوکه کړی او پر لبنان د اسرائيلي ځواکونو برید یې "عام وژنه" بللی دی.

د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې پر لبنان د اسرائيل په هوايي‌ برید کې د سپاه پاسداران یو لوړپوړی جنرال هم د حسن نصرالله په څنګ کې وژل شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس پرته له دې چې ډېر جزئیات ورکړي وویل چې د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال جنرال عباس نیلفروشان "پر لبنان د اسرائیل په برید کې، چې په ترڅ کې یې د لبنان د حز‌ب‌الله مشر ترور شو، وژل شوی دی."

پر لبنان د اسرائیل د بریدونو لومړۍ څپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له وینا یو ساعت وروسته پیل شوه.

نتنیاهو په خپلې وینا کې وویل چې اسرائيل له ترهګرو او په ایران کې د هغوی له ملاتړو سره په مبارزه کې "برلاسی" دی.

هغه وویل: "زه د تهران مستبدانو ته یو پیغام لرم،‌ که پر موږ برید وکړئ، پر تاسو برید کوو. په ایران کې هېڅ داسې ځای نشته چې د اسرائيل اوږد لاس ورته ونشي رسېدلی او دا د ټول منځني ختیځ په اړه صدق کوي. "

په لبنان کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه د حزب‌الله ډلې پر مرکزونو باندې د اسرائيل د بریدونو له پیل څخه تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي دي او په ځواب کې یې حزب‌الله پر اسرائيل د توغندیو بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې د حماس ډلې له متحدینو څخه دی د تېر کال له اکتوبر راهیسې د لبنان پر پوله له اسرائيلي ځواکونو سره په جنګ کې دی او په دواړو خواو کې لسګونه زره کسان له خپلو سیمو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

د دې خبر په جوړولو کې د رویټرز او فرانس پرس راپورنه کارول شوي.