د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چهارشنبې نومبر ۱۳ (لړم ۲۳)، د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کیدو یوه اونۍ وروسته وویل چې له واشنګټن سره د اختلافاتو د حل کولو لپاره د خبرو لارې اوس هم پرانیستي دي.
عراقچي د کابینې د غونډې په ترڅ کې وویل: "زموږ او د امریکایانو ترمنځ د اړیکو چینلونه اوس هم شته."
هغه زیاته کړه: "موږ له امریکایانو سره اختلافونه لرو، چې ځینې وختونه خورا بنسټیز او مرکزي وي او ممکن حل نه شي، خو موږ باید د لګښتونو او کړکېچونو د کمولو لپاره دا اختلافات مدیریت کړو."
عراقچي تېره میاشت ویلي وو چې له امریکا سره د اتومي تړون په اړه د غیر مستقیمو خبرو اترو لپاره زمینه نه ده برابره شوې. د اکټوبر په ۱۴مه هغه عمان ته د سفر په مهال وویل: "موږ د دغو خبرو اترو لپاره هیڅ دلیل نه وینو، تر څو چې له اوسني کړکیچ څخه تېر نه شو."
په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب په ترڅ کې د لویدیځ ملاتړي پاچا محمد رضا پهلوي له واکه لیرې کېدو راهیسې، عمان د تهران او واشنګټن ترمنځ منځګړیتوب کړی دی.
دا مطلب هم ولولئ مسعود پزشکیان: که مو خوښه وي او که نه، له امریکا سره به تعامل لرو
د عراقچي څرګندونې د سه شنبې په ورځ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم تکرار کړې. هغه وویل: "د امریکا په اړه که مو خوښه وي که نه، خو په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې له دغه هېواد سره مخامخ کېږو او ښه ده چې دا موضوع موږ په خپله اداره کړو."
ایران، چې د نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، په ۲۰۱۵ کې د متحده ایالاتو په ګډون د لویو قدرتونو سره یو تړون لاسلیک کړ چې ددغو بندیزونو د تدریجي لیرې کولو په بدل کې به خپل اتومي پروګرام محدود کړي.
خو دا تړون درې کاله وروسته د ډونالډ ټرمپ په واکمنۍ کې وروسته له هغه لغوه شو چې ټرمپ امریکا له دغه تړون څخه وایستله او پر ایران باندې بندیزونه له سره ولګېدل.
دا مطلب هم ولولئ ایران د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه اندېښمن دیبل خوا د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافیل ګروسي چهارشنبې تهران ته ځي ترڅو له ایراني چارواکو سره د دغه هیواد د اتومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
عراقچي وویل چې له دغې ادارې سره "د همکارۍ کولو د څرنګوالي په اړه ستونزې او مخالفتونه شته." خو تمه یې وښودله چې د ګروسي د سفر سره به دواړه خواوې "وتوانیږي په راتلونکي کې د همکاریو په اړه موجود مخالفتونه حل کړي."