ایران: د روسیې د جنګي جت الوتکو د اخیستلو هوکړه ترلاسه شوه

ایراني دولتي رسنیو خبر ورکړی چې تهران له روسیې څخه د سوخوی سو-۳۵ جنګي جت الوتکو د اخیستلو هوکړه نهایي کړه، هغه څه چې د دواړو هیوادونو د دفاعي همکاریو پیاوړتیا بلل کیږي.

ایران چې زړې الوتکې لري پر هوایي پوځ یې بندیزونه لګیدلي او د خپلو الوتکو د ساتلو لپاره د پروزو د ترلاسه کیدو په برخه کې هم مشکلات لري.

تهران ملګرو ملتونو ته په یوې بیانیه کې ویلي، ایران غواړي د عراق د جګړې د وخت (۱۹۸۰-۱۹۸۸) الوتکې نوې کړي او په دې اړه مسکو سره هوکړې ته رسیدلي دي.

په دغه بیانیه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته د ایران د رسمي رسنۍ ارنا نیوز له خوا خپره شوه راغلي، د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر میاشت کې پر ایران د وسلو په پلور د ملګرو ملتونو د محدودیتونو د ۲۲۳۱ نمبر پریکړه لیک د پای ته رسیدو وروسته "روسیې اعلان وکړ چمتو ده چې پر هغوی "الوتکې" وپلوري."

ایران تیر کال د نظامي برخې په ګډون له روسیې سره په بیلابیلو برخو کې روابط پیاوړي کړي دي. کیف پر تهران تور لګوي چې مسکو ته یې ډرون الوتکې ورکړي او یاد هیواد یې په اوکراین کې د ملکي اهدافو په وړاندې کاروي، هغه ادعا چې د ایران د حکومت له خوا رد شوې ده.

متحدو ایالتونو څه وخت مخکې د تهران او مسکو ترمنځ د زیاتیدونکو نظامي همکاریو په اړه خبرداری ورکړ او د پنټاګون د هغه وخت ویاند جان کربي د تیر کال په ډسمبر میاشت کې وویل داسې ښکاري چې روسیه به ښایي پر ایران خپلې جنګي جت الوتکي وپلوري.

کربي د راپورونو له مخې ویلي وو چې ایراني پلوټان په روسیه کې د سوخوی جت الوتکو پرواز زده کوي او تهران به ښایي په یو کال کې دا الوتکې ترلاسه کړي چې دا به "د سیمه ایزو ګاونډیانو په نسبت د ایران هوایي ځواک د پام وړ پیاوړی کړي."

ایران اوسمهال د یو شمیر چیني F-7 الوتکو په ګډون روسۍ میګ او سوخوی جت الوتکي لري چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت دي.

یاد هیواد همدارنګه یو شمیر امریکایي F-4 او F-5 جنګي الوتکي هم لري چې د ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب څخه مخکې مودې له وخته پاتې دي.

وروسته له هغه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپل هیواد د ایران له اټومي قرار داد څخه په یو اړخیز ډول وویست، واشنګټن په ۲۰۱۹ کال کې پر ایران د بندیزونو په بیا لګولو پیل وکړ.

د ایران د ۲۰۱۵ کال په اټومي قرار داد کې د اټومي فعالیتونو د محدودیدو‌ په بدل کې له ایران سره د نړیوالو بندیزونو د کمیدو ژمنه شوه وه.