د ایران پوځ شنبه جنوري ۱۸ ( مرغومي ۲۹) د ځمکې لاندې د بحري ځواکونو د توغندیو اډه پداسې حال کې په ډاګه کړله چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په متحده ایالاتو کې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د جمهوري ریاست دوره پیل کړي.
د ایران دولتي تلویزیون په راپور کې دا ندي ویل شوي چې دا هوایي اډه د دې هیواد په کوم ځای کې جوړه شوې.
په راپور کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو لوی درستیز جنرال حسین سلامي لیدل کیږي چې د جنګي تمریناتو پر مهال پدې پټې هوایي اډې کې د توغندیو معاینه کوي.
جنرال سلامي ویلې د جنګي کښتیو لپاره دیته ورته نورې د ځمکې لاندې اډې هم جوړې شوي چې د لیرې واټن ویشتونکي توغندیو وارولو او لیرو ځایونو کې په جګړو کې برخې اخیستو وړتیا لري.
د ایران دې تر ټولو نظامي جنرال زیاته کړه، "د ایران ستر ولس ته ډاد ورکوو چې ځوانان به یې په سمندر کې د غټو او وړو دښمنانو پر ضد له جګړو څخه باوقاره او فاتح راووځي".
د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې د بحري ځواکونو دا اډه د ځمکې لاندې ۵۰۰ متره ژوره په خلیج کې جوړه شوې او د رادار څخه بچ کیدونکي داسې چټکۍ جنګي کښتۍ پکې ځای پر ځای شوي چې د کروز توغندي وارولی شي.
ایران د روانې میاشتې په سر کې نظامي تمرینات پیل کړل چې دوه میاشتې به روان وي او داسې جنګي تمرینات یې هم وکړل چې د دې هیواد سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه پکې د توغندیو او ډرون الوتکو پواسطه د اتومي تاسیساتو ساتنه کوي.
ایران تر دې وړاندې هم د ځمکې لاندې د "توغندیو ښار" په نامه یوه اډه په ډاګه کړې وه او ادعا کوي چې د بلاستیک توغندیو پروګرام یې د متحده ایالاتو او اسرائیل بریدونو په مقابل کې د ځواب ویلو لپاره مهم دی.
ایران د هوایي دفاع دا نظامي تمرینات داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د همدې روانې جنوري میاشتې په ۲۰ مې د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د جمهور رئیس په توګه سپینې ماڼۍ ته ستون شي.
ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پخپلې لومړۍ دورې کې د ایران سره د شوې نړیوالې اتومې موافقې څخه خپل هیواد په یو اړخیزه توګه وویست او په ایران ې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.
ایراني چارواکي ویره لري چې ډونالډ ټرمپ ښایي د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته لا ډیر قوت ورکړي او د ایران په اتومي تاسیساتو بریدونه وکړي او د "اعظمي فشار" پالیسۍ له مخې د ایران د تیلو په صادراتو بندیزونه پراخه کاندي.