مسکو د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۷ (مرغومي ۲۸) وویل چې دوو نژدې متحدینو روسیې او ایران ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو ۲۰ کلن تړون د لاسلیک پر اساس خپلې پوځي همکارۍ لا پیاوړې کړي.
کرملین د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د روسیې او ایران اړیکې چې له پخوا سره نږدې متحدین دي، ژمنه کړې چې د متقابلو ګټو په ټولو برخو کې به خپلې اړیکې لاپسې ژورې او پراخې کړي او په دفاعي او امنیتي برخو کې به خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
لوېدیځو مقاماتو په تېره بیا امریکا ویلي چې روسیې نه یوازې له ایران څخه سلګونه بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي، بلکې هڅه کوي چې د ایران په همکارۍ په خپله خاوره کې د دغو بې پیلوټه الوتکو تولید پیل کړي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د ژورېدو نښه ده.
واشنګټن اټکل کوي چې روسیې له ایران څخه ډرونوونه او د هغې اړوند تجهیزات ترلاسه کړي دي چې د اوکراین په وړاندې په جګړه کې یې وکاروي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم څو ځلې ویلي چې ایران روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په ګډون وسلې لېږي او مسکو یې د اوکراین په جګړه کې کاروي.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ایران سره د موافقې له لاسلیکولو وروسته وویل چې د هغه هېواد او ایران به د بهرنیو فشارونو په وړاندې په کلکه ودرېږي.
پوتین وویل: "زموږ هیوادونه [روسیه او ایران] د نړیوال قانون حاکمیت، ملي حاکمیت ته درناوۍ او په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصولو ته ژمن دي او د هر ډول بهرنیو دیکتې سره په کلکه مخالفت کوي."
مسعود پزشکیان د مسکو په کرملین ماڼۍ کې د ایران او روسیې ترمینځ د هراړخیز ستراتیژیک سند له لاسلیکولو وروسته زیاته کړه: "دغه سند چې د دواړو هیوادونو د ګټو پراساس دی، کولای شی د ایران او روسیې ترمینځ د ملګرتیا د زمینې لپاره روښانه افق انځور کړي."
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د پزشکیان له قوله راپور ورکړ: "په دغه سند کې د یورو اسیا د اقتصادي اتحادیې له ظرفیتونو او اسانتیاو څخه په استفادې سره د تبادلې د کچې پر او له ترهګرۍ، افراطیت، تروریزم او تنظیم شوي تاوتریخوالی په شان مسایلو کې د همکارۍ د کچې پر ښه والي ټینګار شوی دی."
د ایران ولسمشر همدارنګ زیاته کړه: "دغه موافقه به په ټولو برخو کې په تېره بیا د اقتصادی ملګرتیاو په زمینه کې د ایران او روسیې په تعلقاتو کې یو نوی باب پرانېزی، زه باور لرم چې دغه سند د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په بنیاد تنظیم شوی کولای شي د ایران او روسیې تر منځ د همکارۍ د پراختیا لپاره لاره هواره کړي او د دواړو خواو لپاره روښانه افقونه په ګوته کړي. "
امریکايي پوځي چارواکو په وار وار د تهران او مسکو ترمنځ د پوځي همکاریو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا د هوايي ځواک جنرال الکسي ګرینکوویچ د ایران او روسیې ترمنځ د پوځي اړیکو د تودېدو په اړه خبرداری ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د بې پیلوټه الوتکو د ټکنالوژۍ د شریکولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
واشنګټن پر ایران تور پورې کړی چې بې پیلوټه الوتکې یې د اوکراین په جګړه کې کارول کیږي.
ایران دا تورونه رد کړي دي، خو تر دې مخکې د سپاه پاسداران انقلاب اقوماندان ویلي وو، چې دی په دې ویاړي، چې ایران «د نړۍ قدرتونو» ته وسلې ورکوي.
ددې مطلب په برابرولو کې د فرانس پرس اژانس رپوټ کارول شوی.
فورم \ دبحث خونه