ایران د غني شویو یورانیمو تولید زیاتوي

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني نن چهار شنبه د ( جون په ۳ نیټه ) خبرداری ورکړ که د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد نور غړي هیوادونه پر تهران د بندیزونو په کمیدو کې اقدام ونکړي نو په لوړ غلظت به د یورانیمو غني کیدل پیل کړي.

ښاغلي روحاني وویل ایران به د جولای له اوومې نیټې څخه له ۳.۶۷ ٪ سلنه څخه زیات په هره پیمانه چې یې زړه وي، یورانیم تولید کړي.

د ۲۰۱۵ کال د قرار داد پر اساس ایران یوازې کولای شوای د بریښنا د تولید لپاره د ۳.۶۷ ٪ سلنې په غلطت تر ۳۰۰ کیلوګرامو لږ یورانیم تولید کړي، خو د وسلو د تولید لپاره ۹۰ فیصده غني شوي یورانیم پکار دي.

د ایران جمهور رئیس څرګنده کړه چې دوی به د اراک په ریکټر د درندو اوبو تولید له سره پیل کړي ، هغه پروژه چې تهران د عمل د یوه لوی مشترک پلان په توګه د ۲۰۱۵ کال د قرار داد له مخې تړلې وه.

امریکا د تیر کال په مې میاشت کې له اټومي قرار داد څخه ووتله او د ایران د تیلو د سکټور په ګډون یې پر دغه هیواد بندیزونه ولګول، اوس ایران د اروپا د مرستې په لټه کې دی.

جمهور رئیس ډانلډ ترمپ نن چهار شنبه سهار وختي په یوه ټویټ کې ولیکل، ایران آن وړاندې تردې چې دی امریکا جمهور رئیس شي د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد نه سرغړونه کړی وه.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه،دا ښه نده چې ایران د غنی یورانیمو د زیرمې له حد نه سرغړونه کړېډه.

ایران او د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې د دوشنبې په ورځ تائید کړه چې تهران ټاکل شوي حدود مات کړي دي.

د فرانسې او روسیې په ګډون یو شمیر هیوادونه له ایران څخه غواړي چې قرار داد ته ژمن پاتې شي.

چین د ایران په سرغړونه خپګان ښودلی دی، خو ویلي دي چې د واشنګټن فشارونه د تاوتریخوالو د ډیریدو لامل شوي دي.

جمهور رئیس ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې امریکا د اټومي قرار داد څخه بهر کړه او وې ویل قرار داد ګټور نه وو او د ایران د مزایلو پروګرام او یا هم په منځني ختیځ کې د هغه هیواد نورو فعالیتونه ته رسیدګي ونکړه.