د ایران د پارلمان نوې طرحه؛ غیرقانوني مهاجرو ته ۲۵ کاله بند او پرې د ډزو اجازه

د ایران د پارلمان شاوخوا ۳۰ وکیلانو د "د بهرنیو غیرقانوني اتباعو تنظیم" تر نامه لاندې یوه طرحه د ایران د اسلامي شورا محلس ته وړاندې کړې چې له مخې یې غیرقانوني مهاجرو باندې د نغدې جریمې د سزا سربیره پولیسو ته پر هغو موټرو باندې د ډزو کولو اجازه ورکړل شوې چې غیرقانوي مهاجر په کې سپاره وي.

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې پدې طرحه کې ویل شوي، هر هغه بهرنی اوسیدونکی چې له اجازې پرته ایران ته داخل شي، یا په دې هیواد کې میشت او یا تګ راتګ ولري، ښایي له ۲۵ کالو زیات بندي شي او هم باید سل میلیون تومان نغدي جریمه شي.

ددې طرحې په یوه برخه کې چې په ایراني رسنیو کې خپره شوې راغلي دي چې "د غیر قانوني اتباعو پر موټر باندې ډزې کول کچیرې موټر د پولیسو له درولو او تالاشۍ نه وتښتي او د اتباعو د انتقالولو قوي شک موجود وي، د قانون د نورو ضوابطو په مراعت سره د وسلې کارول مجاز دي."

د ایران امنیتي ځواکونو په وار وار پر هغو افغان مهاجرو ډزې کړې دي چې په غیرقانوني ټوګه هغه هیواد ته داخل شوي وو. څو ځلې ددغو ډول پیښو رپوټونه ورکړل شوي دي.

څو میاشتې مخکې د ایران په یزد ښار کې د افغان مهاجرو یو موټر هغه وخت وسوزید چې ایراني امنیتي قواو پرې ډزې وکړې. په پیښه کې درې تنه افغانان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول. ​

له دې څخه څو اونۍ مخکې ۴۶ افغان کار لټونکي او غیرقانوني مهاجر د افغانستان او ایران په پولهپه سیند کې ډوب کړشول چې یواځې ۱۷ تنه یې وژغورل شول. ددې پیښې نه ژغورل شویو کسانو ویلي وو چې ایراني پوله ساتونکو هغوی شکنجه کړي او بیا یې ټول د هریرود سیند ته اچولي دي.

پدې طرحه کې راغلي دي، هغه کسان او یا مرکزونه چې غیرقانوني مهاجرو ته ځای ورکړي هغوی به هم نغدي جریمه شي او ددغو مهاجرو د استخدام په وجه به یې مالونه ضبط شي.

له دې سربیره ټول بهرني کسان چې په قانوني توګه په ایران کې اوسیږي، مکلف دي چې هر کال ددې هیواد مربوطه ادارو ته د خپلو اموالو او په ایران کې ترلاسه کړیو شتمنیو حسابږ

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنیدونکو د چارو وزارت د شمیرو له مخې اوسمهال ۲.۵ میلیون افغان مهاجر په ایران کې اوسیږي، چې ددې جملې نه شاوخوا ۸۰۰ زره یې په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي او هیڅ ډول رسمي سند نلري.